1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند ته د انگيلا مير کل سفر

۱۳۹۰ خرداد ۹, دوشنبه

د المان او هند د ديپلوماتيکو اړيکو څخه ۷۰ کاله تيريږي او دغه دوه هيوادونه ژوري اړيکي لري. که څه هم چي المان په تيرو کلونو کي خپل ټول تمرکز پر چين کړی ولي بيا هم دغه دواړه هيوادونه ښې اړیکي لري.

https://p.dw.com/p/11QXK
انگيلا ميرکل او من موهن سينگ
انگيلا ميرکل او من موهن سينگانځور: AP

د المان لومړۍ وزيره انگيلامير هند ته د سفر مخکي ويلي چي المان او هند نه يوازي د اقتصاد په برخه کي ښې اړيکي لري، بلکي په څيړنيزو، پرمختيايي او د تخنيک په برخه کي هم ښه همکاران دي سره.

د ميرکل په خبره ددغه دواړو هيوادونو ترمنځ د تجارت کچه بايد تر ۲۰۱۲ ميلادي کاله پوري شلو ميلياردو ډالرو ته ورسيږي. په داسي حال کي چي دغه کچه په ۱۹۹۰ کال کي يوازي ۲،۷ ميليارده ډالره ول.

د المان او هند د ډيپلوماتيکو اړيکو د پيل د اوويامي کليزي په وياړ به ميرکل په هند کي د «المان د کال» پيل هم وکړي. المان به د يوه کال په اوږدو کي په هند کي د سياسي بحثونو او مختلفو سيمنارونو په ترڅ کي خپل بيلا بيل اړخونه وښيي.

پر دې سربيره به ميرکل د هند د لومړي وزير من موهن سنګه سره د کابينې په غونډه کي هم برخه واخلي.

هند ته المان د لومړۍ وزيري د سفر بل مهم اړخ د جواهر لال نهرو د پوهنتون جايزه تر لاسه کول دي چي دا د هند تر ټولو لوړه سياسي جايزه ده.

خو د سياسي چارو کارپوه راجندرا کمار جين وايي چي د ټولو هم ږغيو سره سره د هند او المان تر منځ د اختلاف يو څو ټکي هم سته.

« د اختلاف يو مهم ټکی، چي تر اوسه نه دي حل سوی، هغه د اقليم د بدلون سره چلند دی چي څه ډول بايد وسي. په دي برخه کي المان د نوي کيدونکي انرژۍ د برخي يو مخکښ هيواد دی. خو هند بيا لا يو د پرمختګ په درشل کي ولاړهيواد دی، چي د اقليم ستونزو ته په بله زاويه ګوري.»

بله خبره داده چي د نړيوال وجهي صندوق د نوي مشر ټاکل هم يوه مهمه موضوع ده. دلته د پيل څخه دا غوښتنه کيږي چي اوس بايد د پرمختګ په درشل ولاړو هيوادونو ته هم دا حق ورکړل سي ، چي د نوموړي سازمان د مشرۍ له پاره ځان کانديد کړي.

پرييا/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل