1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند ته د سفر په برخه کي افغانانو ته نوي اسانتیاوي

۱۳۹۵ بهمن ۱۵, جمعه

هندوستان افغانانو ته د ويزو په برخه کي نوري اسانتيا وي هم رامنځ ته کړي دي. اوس حتی سوداگرو ته له ۱ کاله نيولې تر ۵ کلونو پوري وېزه ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/2WucS
Business Class in der neuen Lufthansa Boeing 747-8
انځور: CNC

په کابل کې د هندوستان سفارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې د روان کال د فيبرورۍ مياشتي له لومړۍ نېټې څخه افغانانو ته د ويزې ورکولو په برخه کي نوري اسانتياوي رامنځ ته کړي دي.

د اعلامیې په حواله د سیاحتي ویزې موده تر یوه کاله پوري اوږده شوې او په هندوستان کې د پاتېدو موده هم ۹۰ ورځو ته غځول شوې ده. د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې په هندوستان کې د پاتېدو موده یوازي ۳۰ ورځې ټاکل شوې وه.

همدا راز ویل شوي دي چې د هندوستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو د ډیروالي او د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي له پاره دوی افغان سوداګر دې ته هڅوي چې هندوستان ته سفر وکړي.

اعلامیه زیاتوي چې هغه افغانان چې په هندوستان کې پانګونه کوي او یا د هند او افغانستان ترمنځ سوداګري لري، د سوداګرۍ د څرنگوالي په پام کې نیولو سره هغوی ته له ۱ تر ۵ کلونو پورې ویزه ورکول کیږي. په دې اساس په هندوستان کې د پاتېدو موده هم ۱۸۰ ورځو ته غځول شوې ده.

د اعلاميې په پای کي راغلي چې د ویزې په هکله د تازه اسانتياوو په رامنځ ته کولو سره هندوستان غواړي چې له افغانانو سره د هندوستان د وګړو اړیکي لا ډېري پیاوړي شي او د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري به هم نوي پړاو ته ورسيږي.

د یادولو وړ ده چې هندوستان د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې ډېري مرستې کړي دي چې بیلګې یې په هرات کې د سلما بند او په کابل کې د پارلمان ودانۍ په ګوته کیدای شي.

هندوستان ته زیاتره افغانان د سیاحت، درملنې او سوداګریزو چارو له پاره سفرونهه کوي.

نور مطالب: