1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند ته د پوتین سفر

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آذر ۲۰, پنجشنبه

په وروستیو وختونو کې د روسیې او هند اړیکې یو څه سړې شوې وې خو هند ته د کرملین د مشر ولادیمیر پوتین، سفر به دغه وضعیت ته بدلون ورکړي. د هند لومړي وزیر له پوتین سره د پنجشنبې په ورځ ولیدل.

https://p.dw.com/p/1E2b1
انځور: Reuters/A. Abidi

د هند د حکومت مشر نریندر مودي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، ته د هرکلي پر مهال وویل: «د روسیې او هند تر منځ اړیکې ډیرې پیاوړې دي. موږ په ښه او خراب وخت کې د یو بل تر څنگ دریدلي یو.»

د دواړو هیوادونو د حکومتونو او دولتونو مشران هر کال په منظمه توگه سره ویني. دا د مودي لومړی وار دی چې د کاري دورې تر پیلولو وروسته د روسیې له ولسمشر سره لیدنه کتنه کوي.

مهم ستراتيژیک شریک

روسیه، هند ته یوازې د یوه دوست په سترگه نه گوري. د اوکراین د کړکیچ له کبله پر روسیې باندې لگول شویو بندیزونو ته په کتو سره، مسکو په بیړه د یوه اقتصادي شریک او د خپلو شرکتونو له پاره د مشتریانو په لټه کې دی.

پوتین غواړي چې دغه هدف د خپل دې سفر په ترڅ کې تر لاسه کړي. د ورکړل شویو رپوټونو له مخې د اتومي بټیو، جنگي الوتکو او د سټلایټونو جوړولو په گډون ۲۰ اقتصادي تړونونه د لاسلیک له پاره چمتو دي. که څه هم هند ته د طبعي گاز صادرول هم یوه موضوع ده، خو ولادیمیر په اوسني وخت کې د یوه پایپ لاین پر ځای د سمندر له لارې هند ته د زیات گاز د صادریدو خبره کړې ده. ویل شوي دي چې دغه څه به له هند سره د نویو اتومي بټیو د جوړیدو په ترڅ کې د مخ پر زیاتیدونکي اړتیا وړ انرژۍ په برخه کې مرسته وکړي.

هند د نړۍ د دوو قدرتونو تر منځ

روسیه د هند له پاره ډیره موده د وسلو ستر صادرونکی هیواد پاتې شوی دی. خو د اضافي پرزو په برخه کې ستونزې او د وسلو د ناوخته صادریدو له کبله هند په وروستیو وختونو کې لویدیځ ته مخ واړاوه او په سږني دوبي کې امریکا متحده ایالات د هند پر ستر تجهیزاتي شریک واوښت. پر دې سربیره هند پر دې باندې هم خوښ نه وو چې روسیې د هند پر رقیب پاکستان باندې څرخي الوتکې پلوري. خو ښایي روسیه وکولای شي د اوسنیو تړونونو له لارې دغه وضعیت ته په خپله گټه بدلون ورکړي.

د روسیې د دفاع وزارت د وینا له مخې د کرملین مشر به په هند کې د ټولې سیمې د امنیت په هکله هم خبرې اترې وکړي. زیاته شوې ده چې دواړه هیوادونه په داسې یوه دوستۍ کې سره تړلي دي چې د پخواني شوروي اتحاد دورې ته ورگرځي. اوس د دواړو هیوادونو تر منځ د تجارت کچه شا او خوا لس میلیارده امریکایي ډالرو ته رسیږي.

هند تر اوسه د روسیې پر وړاندې له ټولو بندیزونو څخه ځان لیرې ساتلی دی. څیړونکي داسې اټکل کوي چې هند به د امریکا له لوري له مسکو سره د سوداگرۍ د نه کولو خبرداری هم له پامه وغورځوي. په دغه شان یوه صورت کې به دا کار د روسیې له پاره ډیر مهم وي. دا ځکه چې په نړیواله کچه د هند تر څنگ یوازې د «بریکس» هیوادونه چې له برازیل، چین، روسیې او جنوبي افریقا څخه عبارت دي د روسیې تر څنگ ولاړ دي.

ولادیمیر پوتین به په هند کې د خپل سفر پر مهال چې له ۲۴ ساعتونو څخه هم کم دی، د آلماسو د یوه نړیوال کنفرانس پرانیستنه هم وکړي. روسیه په نړۍ کې د قیمتي ډبرو ستر تولیدونکی هیواد دی چې پر زیاتره ډبرو یې په هند کې چیرې چې دستمزد کم دی، کار کیږي.

داسې بریښي چې دغه سفر به د روسیې او هند تر منځ دوستي په ډیرو برخو کې یو ځل بیا تازه کړي.

روسیه هند ته د وسلو له سترو صادرونکو هیوادونو څخه شمیرل کیږي
روسیه هند ته د وسلو له سترو صادرونکو هیوادونو څخه شمیرل کیږيانځور: picture-alliance/ZB