1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هند د المان ستراتیژیکی شریک»

۱۳۹۱ تیر ۲, جمعه

د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله هند ته په سفر وتلی دئ. برلین غواړي چې د جنوبي آسیا له دغه ستر هیواد سره اړیکي پراخي کړي. پر دې سربېره به ویسترویله بنګله دیش ته هم سفر کوي.

https://p.dw.com/p/15Jn3
انځور: Reuters

هند په آسیا کې دریم ستر ولسي اقتصادي ځواک دئ او په راتلونکي کې، نړیوال اقتصاد پرې حساب کولای شي. په اروپا کې د روان مالي او اقتصادي کړکیچ په پام کې نیولو سره دغه راز د المان پیاوړی صادراتي اقتصاد ته هم د هند بازار په زړه پورې شوی دئ.

خو د المان حکومت د هند مهم نقش ته یوازې له اقتصادي لحاظه نه ګوري. د المان د بهرنیو چارو وزیر ویستر ویله، مخکې له دې چې د جمعی په ورځ د هند د بنګلور ښار ته ورسیږي وویل:

«هند یو ډیر مهم ستراتیژیکی شریک او د زیار اوهڅو د قوت مرکز دئ. د هغه اهمیت په راتلونکې کې نور هم زیاتیږي. په آسیا کې د امنیت په مهندسی او د سوکالۍ په پرمختیا او دغه راز په نړیوال ثبات او پرمختیا کې د هند نقش خورا اهمیت لري.»

په همدې وجه دواړه هیوادونه له اوږدې مودې راهیسي د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د دغه سازمان د اصلاحاتو له پاره په ګډه کار کوي. برلین او نوی دهلی دواړه هڅه لري چې د امنیت په شورا کې دایمي غړیتوب تر لاسه کړي.

د نړیوال کړکیچ اغیزې

په هند کې له دوو کلونو را هیسې د اصلاحاتو له پیل سره دا هیواد د نړیوال اقتصادي کړکیچ له اغیزو څخه تر زیاتې کچې خوندي پاتې شوی دئ. د دې غټه وجه د نوموړي هیواد د کورني بازار وده او د منځنۍ طبقې د خرید قوت پیاوړي کېدل دي. د سوداګرۍ دغه په زړه پورې بازار او د هند لوړ سویه مسلکي بشري قواوو د بهرنيو شرکتونو پام هم ځان ته اړولی دئ. دغو شرکتونو په هند کې په پانګونو لاس پوری کړی دئ.

هندي پانګوال په خپل هیواد کې

د چین په پرتله د هند صادراتي اقتصاد له خپل حد او حدودو څخه وتلی نه دئ، بلکه په هغه یو چوکاټ کې پاتې شوی چې د قناعت وړ دئ. د دې واقعیت ښه والی په دې کې دئ چې هغه ډیر زیات بهرنیو پانګونو پورې تړلی نه دې پاتې. د هند ستر شرکتونه د دې پر ځای چې بهر ته مخ واړوي، غوره ګڼي چې د خپل هیواد په دننه کې پاتې شي.

خو سره له دې هم د یورو له روان کړکیچ او له نورو نړیوالو اقتصادي کړکیچونو څخه هند هم په بشپړه توګه خوندي نه دئ پاتې شوی. د المان د ماشین آلاتو او نورو تخنیکي وسایلو د رانیولو له پاره د هند د اړیکو د دفتر مشر راجیش نات، اعتراف کوي چې په اوسني وخت کې د هند اقتصاد «مخ پر ځوړ» حالت کې قرار لري. خو د دې وضعیت لاملونه ډیر زیات دي:

«یو دا چې اوس په هند کې پانګه اچونه نه کیږي. دولت څه موده مخکې په سترو زیربنایي پروژو کې د پانګې اچونې اعلان وکړ. خو دا اقدامات ښایي مؤقتي مرسته وي. بل لامل د بانکونو د ربح یا سود لوړه کچه ده چې شرکتونه نه شي کولای پور واخلي. دریم لامل هندي کلداره ده چې ارزښت ئې په وروستو اونیو کې ډیر راټیت شوی دئ.»
که څه هم د صنایعو ډیری څانګې د یورو له کړکیچ څخه د نا امنۍ احساس کوي، خو د راجیش نات، په نظر هند ته د المان پر صادراتو باندي دې مسئلې کومه سخته اغیزه نه ده کړې. هغه وایی:

«یوازې په ۲۰۱۱ کال کې له المان څخه د ماشینونو او نورو تخنیکي وسایلو په وارداتو کې اته سلنه لوړوالی راغلی دئ.خو که چیرې د اقتصادي ودې ګراف همداسی مخ پر ځوړ وي، ښایي پر دغو وارداتو باندې هم اغیزه وکړي.»

د بنګلور د سفر لومړی تم ځای

د المان د بهرنیو چارو وزیر ویستر ویله د هند جنوبي ښار بنګلور ته په یو سخت اقتصادي وضعیت کې سفر کوي. په دغه ښار کې څه د پاسه ۱۵۰ الماني شرکتونه حضور لري. په ۲۰۰۸ کال کې په دغه ښار کې د المان قونسلګري پرانیستله شوه چې په حقیقت کې په نوموړي ښار کې لومړنۍ بهرنۍ دیپلوماتي نمایندګي ګڼله کیږي. د المان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ویسترویله د سفر هدف دا دئ چې د هند د معلوماتی تیکنالوژۍ (IT) په دغه ستر او مهم ښار کې د قونسلګرۍ د کارونو له پراخولو سره د «المان لیوالتیا ښکاره کړي او د دواړو هیوادونو اقتصادي اړیکي نورې هم پراخي او ټینګې کړي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض