1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: د سختو بارانونو وروسته د ژغورنې چارې ادامه لري

۱۳۹۴ آذر ۱۳, جمعه

د هند پوځ د سویلي ایالت تامل نډو په چنئ سیمه کې بند پاتې ۲۰۰۰ کسان راایستلي دي. د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله د وژل شوو کسانو شمیر ۲۶۹ تنو ته لوړ شوی دی. دا په تیره یو پیړۍ کې تر ټول سخت بارانونه شمیرل کیږي.

https://p.dw.com/p/1HHL4
انځور: Reuters/Stringer

د هند په سویلي ایالت تامل نډو کې سختو بارانونو ډیری ځمکه لاندې کړې ده او په زرونو انسانان یې دې ته اړ کړي دي چې خپل کورونه پریږدي او نور ډیر کسان بیا د سیلابونو د راوتلو له کبله بند پاتې دي. تر ۵۰۰۰ زیات کورونه تر اوبو لاندې شوي دي.

د دغه ایالت په مرکز چنئ کې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې سخت بارانونه شوي دي. د اوبو له زیرمو څخه په لویه کچه د اوبو بهیدل د دې سبب شوي چې د ښار ټیټې برخې تر اوبو لاندې شي. دا په داسې حال کې ده چې د اوبو ډیر شمیر ډنډونه هم له اوبو څخه په ډکیدو دي.

د هوا پيژندنې د ادارې د وړاندوینې له مخې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به نور بارانونه هم وشي، چې د ژغورنې چارې یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي. د هند پوځ لا تر مخه ۱۸۰۰۰ خلک چې د کورونو پر چتونو ول راایستلي دي خو لا هم ډیر کسان بند پاتې دي. سیلابونو تر درو میلیونو زیات انسانان له لومړنیو خدماتو څخه بې برخي کړي دي.

د ژغورنې چارې

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي چنئ ته سفر کړی، څو د رامنځ ته شویو ویجاړیو او د ژغورنې له چارو څخه کتنه وکړي. د اورښتونو له کبله د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخامخ دي. مودي ویلي دي چې د اقلیم بدلون د سیلابونو سبب شوی دی.

د چنئ ښار ځینې برخې او شا او خوا پرتې سیمي د دوه ورځني بارانونو وروسته اوبو لاندې کړې
د چنئ ښار ځینې برخې او شا او خوا پرتې سیمي د دوه ورځني بارانونو وروسته اوبو لاندې کړېانځور: Imago/Xinhua

مودي د بیا رغاونې د چارو له پاره د ۱۵۰ میلیونه ډالرو د مرستې اعلان پر وخت خبریالانو ته وویل: «حکومت به په دې سخته شیبه کې د تامل نډو د خلکو تر څنگ ودریږي.» په عین وخت کې اټکل کیږي چې د سختو اورښتونو او سیلابونو له کبله رامنځ ته شوي زیان تر ۲،۲۵ میلیارده ډالرو پورې ورسیږي.

عسکرو د بې ځایه شوو کسانو د پالنې له پار تر ۲۵ سترې مؤقتې سرپناوې او گډې آشپز خانې او همداشان تشنابونه جوړ کړي دي. یوه لوړ پوړي فدرالي چارواکي ویلي دي چې تر ۱۰۰۰ زیات کسان د اورښتونو او سیلابونو له کبله سخت ټپیان شوي دي او په وینا یې په حکومتي روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

تویتر لویه ارتباطي وسیله ده.

تویتر او نورې ټولنیزي شبکې د چنئ په شا او خوا سیمو کې د بند پاتې شوو خلکو له پاره لویه اساسي ارتباطي وسیله ده. په دغه ایالت کې د تلیفون د لاینونو د قطع کیدو وروسته خلک له خپلو کورنیو او خپلوانو سره د همدغو ټولنیزو خدماتي شبکو له لارې په اړیکه کې دي. د چنئ د خوندي سیمو خلکو د تویتر له لارې خلکو ته په خپلو کورونو کې د اوسیدو او ډوډۍ د ویشلو وړاندیز کړی دی.