1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند د منځني واټن وشتونکی توغندی بريالی آزموينه کړې

۱۳۹۱ بهمن ۸, یکشنبه
https://p.dw.com/p/17SMO

هندي رسنۍ خبر ورکوي چې هند په برياليتوب سره د منځني واټن اټومي وړتيا لرونکی توغندی د بنګال په خليج کې تر اوبو لاندې اډې څخه توغولی او ازمايلی دی. د «پرېس تراست اف انديا» خبري آژانس وايي چې دغه توغندی به ډېر ژر دې ته چمتو شي چې پر پليټ فارمونو باندې ځای پر ځای شي ، چې پکې يو اټومي اوبتل هم راځي. د هند د دفاع وزارت وياند له خبرو څخه ډډه وکړه. يوه دفاعي کارپوه، پالاوا باګلا، وويل چې د يکشنبې ورځې په ازموينه کې داسې يو توغندی وازمويل شو چې ۷۰۰ کيلومتره لېرې هدفونه ويشتلای شي.