1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند له اسرائیلو د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې رانیسي

۱۳۹۶ فروردین ۱۸, جمعه

هندوستان له اسرائیل څخه د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت «وسلي او دفاعي تکنالوژي» رانیسې. هند له دې سره غواړي خپل پوځ په پرمختللو وسلو سمبال کړي.

https://p.dw.com/p/2arEw
Indien Parade zum Tag der Republik 26.01.2015 Neu Delhi
انځور: AFP/Getty Images/S. Loeb

د تړون له مخې به د اسرائیلو دولتي شرکت ایروسپیس، هندوستان ته د توغندیو یو دفاعي سیستم، د توغندیو ویشتلو سیستونه او د اړیکو تکنالوژي ورکړي. دغه معلومات د ایروسپیس شرکت له خوا د پنجشنبې په ورځ په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي.

د توغنیدیو دغه لوی تړون د اسرائیلو د وسلو تجارت په تاریخ کې تر ټولو ستر تړون دی.

دغه اسرائیلی شرکت به هندوستان ته همداراز سمندري دفاعي سیستم هم ورکړي. دغه سیستم به د هندوستان په لومړي سمندري بیړۍ کې چې د الوتکو د لیږد وړتیا  لري، ولګول شي. دغه بیړۍ اوس د جوړیدو په حال کې ده.

د هندوستان د دفاع وزارت لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ایروسپیس شرکت په خبره د دې تړون له مخې برابریدونکې یو شمیر توکي به په هندوستان کې یو له بل سره وصل شي. دا د هندوستان د لومړي وزیر نرندرا مودي، د هغي غوښتنې له مخې کیږي چې غواړي د وارداتو قیمت یو څخه ټیټ کړي.

د مودي حکومت په وروستیو وختونو کې «په هندوستان کې تولید» په نوم کمپاین پيل کړی دی چې له مخې یې شرکتونه په دې هیواد کې پانګوني ته هڅول کیږي.

هندوستان چې په نړۍ کې د دفاعي سیستمونو تر ټولو لوی واردونکی دی، په ورستیو وختونو کې د خپل پوځ د تجهیزاتو پر نویو کولو باندي په میلیاردو ډالر لګوي.

په ۲۰۱۴م کال کې د مودي ګوند په واک ته رسیدو سره هندوستان تر اوسه څو لوی پوځي قراردادونه لاسلیک کړي دي.

اسرائیل بیا په نړۍ کې د وسلو یو له لویو صادروونکو هیوادونو څخه دی، چې تیرکال یې د صادرات ۶،۵ میلیارده ډالرو ته رسیدلي ول.

 

زموږ له ارشيف څخه: