1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند له افغانستان سره مرستو ته پراختيا ورکوي

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله، آژانسونه)۱۳۹۲ خرداد ۱, چهارشنبه

نوي ډهلي ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر پرمهال هندوستان ويلي دي، چي له افغانستان سره د بيارغاوني او زده کړو په برخه کي خپلو مرستو ته نوره هم پراختيا ورکوي. خو د پوځي مرستو په اړه څه نه دي ويل سوي.

https://p.dw.com/p/18btM
Afghanistan's President Hamid Karzai (R) shakes hands with his Indian counterpart Pranab Mukherjee ahead of their meeting at the Rashtrapati Bhavan presidential palace in New Delhi May 21, 2013. Karzai arrived in India on Monday on a two-day visit. REUTERS/Adnan Abidi (INDIA - Tags: POLITICS)
Afghanistan Indien Karzai in Delhiانځور: Reuters

افغان ولسمشر حامد کرزي د سه شنبې په ماښام (۲۰۱۳ کال د می ۲۱) د هندوستان له جمهور رئيس پرناب موکرجی او لومړي وزير من موهن سينگ سره په نوي ډهلي کي په جلا جلا توگه وکتل.

د افغانستان د جمهوري رياست دفتر ويلي دي، چي په دغو ليدنو کتو کي په اقتصادي، امنيتي او دفاعي برخو کي د دواړو هيوادونو پر دوو اړخيزو همکاریو باندي خبري سوي دي.

د پرناب موکرجي دفتر د يوې خپرې سوي وينا پاڼي پر اساس، موکرجي له کرزي سره په ليدنه کتنه کي ويلي دي، چي له افغانستان سره په مرسته کولو باندي وياړي: «هندوستان تيار دئ، چي تر خپله توانه پوري له افغانستان سره خپلو مرستو ته پراختيا ورکړي.»

خو د هندوستان جمهوري رياست دا نه ده په ډاگه کړې چي په نظامي برخه کي هم مرستي کوي که نه. د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند ایمل فيضي د دې ترمخه ويلي ول چي ولسشمر کرزی په دغه سفر کي له هندوستان څخه د خپلو امنيتي ځواکونو د تقويه کولو غوښتنه کوي.

هندوستان او افغانستان په ۲۰۱۱ کال کي ستراتيژيک سند لاسليک کړ، چي پکښې د افغان امنيتي ځواک روزل هم راځي. د دغه سند له مخي د افغان امنيتي ځواک کوچنۍ ټولۍ د هندوستان په نظامي اکاډميو کي روزل کيږي.

هندوستان تر اوسه پوري د افغانستان د بيا رغاوني په برخه کي نزدې دوه ميليارده ډالره مصرف کړي دي. نوی ډهلی دغه راز له افغانستان سره د پوليسو په روزلو، قضايي او ديپلوماتيکو برخو کي مرسته کوي.

کارپوهان په دې اند دي چي هندوستان اوس له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته اندېښنه لري، چي داسي نه سي چي افغانستان يو وار بيا د طالبانو لاس ته ورسي او په دغه هيواد کي ئې منافع له خطر سره مخامخ سي.

ويل کيږي، چي هندوستان په افغانستان کي د خپل نفوذ د ډېرېدو تلاښ کوي او پاکستان ئې مخنيوی کوي.

هندوستان افغانستان او ايران پخوا په دې اړه خبري سره کړي دي، چي څرنگه کولای سي، چي له چابهار بندر څخه چي د ايران په جنوب کي پروت دئ ښه گټه واخلي.

دغو درو سرو هيوادونو دغه راز د اورگاډی پټلۍ پر غځولو باندي هم خبري کړي دي. له هندوستان څخه افغانستان ته د موادو د لېږلو تر ټولو لنډه لار پاکستان دئ، خو د هندوستان د غه رقيب د مځکي له لاري افغانستان ته د هند لاس رسي ته اجازه نه ورکوي. ځکه نو هغه لار چي له ايران څخه افغانستان ته ځي ډېره مهمه سوې ده.