1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: موږ د پاکستان سره د شخړو او لانجو سبب نه يو سوي

۱۳۸۷ دی ۱۱, چهارشنبه

دهند د بهرنيو چار و وزير موکرجي دCNN تلويزيون سره ديوې مرکې په ترڅ کي د اسلام آباد دحکومت دهغي غوښتني په جواب کي ويلي چي وايي هند بايد د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د شخړو د کمولو په لاره کي عملي ګامونه واخلي.

https://p.dw.com/p/GPyO
د هند د بهرنيو چارو وزير موکرجی
د هند د بهرنيو چارو وزير موکرجیانځور: AP

دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي پرون دهند حکومت ته ويلي وه چي دغه هیواد بايد خپل کوم عسکر چي په ګډو پولو کي يې ځای پر ځای کړي، بيرته قشلو ته راوغواړي او دهوايي ځواکونو په هډو کي بيرته د آرامسی امر ورکړي او هند له پاکستانه سره بيرته مخامخو خبرو اترو ته خپل چمتوالی وښه يي، ترڅوپه سيمه کي دلانجو دکمولو له پاره امکانات ولټول سي.

دپاکستان لوي درستيز جنرال طارق مجيد هم د چين ديوه حکومتي استازي سره دکتني په وخت کي ددې غوښتنه کړې وه چي باید دسولي کومي مخامخ خبري اتري چي دپنځو کالو راپدیخوا د دواړو ګاونډيو هیوادونو ترمنځ رواني وې خو دبمبيي د تروريستي ګوزارنو راهيسي هند دغه خبري ځنډولي،بيرته پيل کړل سي.

مګر د هند حکومت دپاکستان د دغه څرګندونو او غوښتنو په ځواب کي وايي:«موږ داسي کوم عمل ندی کړی چي هغه د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ دشخړو د زياتولو مانا ولري. ما داخبره دمخه هم کړې اوبيايې کوم چي لانجه دهند اوپاکستان ترمنځ نه بلکي مساله پر دې باندي ده چي يو شمير وران کاره عناصر د هند دبمبيي په ښار کي په تروريستي جناياتو لاس پوري کړی او ددغه عناصرو ځالي په پاکستان کي دي د پاکستان حکومت بايد ددغه عناصر پر ضد اغيزمن اقدامات وکړي.»

د هند او پاکستان د بهرنيو چارو د وزيرانو د څرګندونو څخه مخکي،د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنيو چارو وزير ي کوندو ليزا رايس هم هند اوپاکستان ته چي د واړه اټومي سلاوي هم لري، ددې ګواښ کړی و چي دوی بايد روانو لانجو ته زيات لمن ونه وهي.

خو ددغه ټولو خبرو سره سره د نوي عيسوی کال د لانجو په کتار کي، لکه مالي بحران ،اقتصادي رکود او د اسرايلو او حماس ترمنځ د جګړې ترڅنګ دهند او پاکستان ترمنځ رواني شخړي هم د هغه لانجو څخه بلل کيدای سي چي که چيري دحل يوه لاره ورته ونه مندل سي، کيدای سي په دغه سيمه کي د يوې لويي فاجعې سبب وګرځي.

په تيره بيا چي ډیموکرات صنعتي هیوادونه د روان نړيوال مالي بحران او خپلو اقتصادي لانجو له امله،ونسي کړای د سولي ثبات او ډیموکراسۍ په لاره کي خپله ونډه هسي چي ښايي تر سره کړي، نو ددې خطر سته چي ځينو لانجواو شخړو ته په سم وخت کي پام ونسي، او بيا به وروسته ديوې سپرغۍ څخه په اصطلا داو رلمبي راپورته کيږي.