1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: هر څلورم سوالگر مسلمان دی

حاويد اختر۱۳۹۵ مرداد ۱۲, سه‌شنبه

هندوستان چې د وگړو شمیر یې تر یو میلیارد اوښتی دی، ۱۴ سلنه یې مسلمانان دي. خو د یوه نوي رسمي رپوټ پر بنسټ په دغه هیواد کې هر څلورم سوالگر مسلمان دی.

https://p.dw.com/p/1Ja3X
انځور: DW/J. Akhtar

په هندوستان کې په ۲۰۱۱م کال کې د ترسره شوي نفوس شمیرنې له ارقامو څخه جوته شوی چې په دغه هیواد کې هر څلورم سوالگر مسلمان دی. د دغه رپوټ پر بنسټ په مجموعي توگه په دغه هیواد کې ۷۲،۸۹ میلیونه وگړي وزگاره دي چې د دوی له ډلې څخه ۳،۷ سوه زره یې د خیر په غوښتلو سره خپله گذازره کوي.

رپوټ زیاتوي په داسې حال کې چې هندوان د دغه هیواد د نفوس ۷۹،۸ سلنه دي، یوازې ۲،۶۸ سوه زره سوالگر لري. باید وویل شي چې په دغه نفوس شمیرنه کې هغه قبایلي او د لیرې پروتو سیمو قومي لږکۍ هم په هندوانو کې شامل کړای شوي دي چې ځانونه هندوان نه بولي.

عیسویان چې د دغه هیواد د نفوس ۲،۳ سلنه برخه دي، د سوالگرو فیصدي پکښې ۰،۸۸ ته رسیږي. د بودایانو ۰،۵۲ سلنه، د سکانو ۰،۴۵ سلنه، د پیریانو په عبادت کوونکو کې ۰،۰۶ سلنه او په نورو لږکیو کې د سوالگرو فیصدي ۰،۳۰ سلني ته رسیږي.

په زړه پورې خبره خو دا ده چې په مسلمانانو کې د نارینه و په پرتله د ښځینه سوالگرو شمیر لوړ دی، په داسې حال کې چې دا خبره بیا په نورو ټولو فرقو کې په بشپړ ډول توپیر کوي.

نور مطالب:

د رپوټ پر بنسټ په مجموعي توگه په هند کې د نورو ټولو فرقو د نارینه سوالگرو شمیر لوړ یعنې ۵۶،۳۸ سلنه دی، په داسې حال کې چې د دغه هیواد په مسلمان سوالگرو کې د نارینه فیصدي ۴۳،۶۱ او د ښځینه مسلمان سوالگرو شمیر ۵۶،۳۸ سلنو ته رسیږي.

که څه هم د هند د قانون له مخې سوالگري داسې یو جرم دی چې له دریو څخه تر لس کاله پوري د بند سزا لري، خو د بشري حقونو فعالان وایې چې دا یو ډیر مبهم قانون دی چې د سوالگر، بې کوره او بې ځمکې خلکو تر منځ هیڅ توپیر نه کوي.

د دغه قانون له مخې پولیس کولای شي چې په عامه ځایونو کې بې ځایه گرځیدونکي کسان سوالگر ؤ بولي او ویې نیسي. په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې په نڅا کولو، د فال په لیدلو او جادویې هنرونو په ښودلو سره له خلکو څخه بخشیشي ترلاسه کوي. د بشري حقونو فعالان وایې چې دا قانون د دې پر ځای چې سوالگر اصلاح کړي د هغوي په مجرمېدو کې مرسته کوي.

په هندوستان کې د مسلمانانو د اقتصادي، ټولنیز او تعلمي وضعیت د بررسۍ له پاره په ۲۰۱۵م کال کې یوه څيړنه ترسره شوه. د دغې څیړنې د رپوټ پر بنسټ په دغه هیواد کې د مسلمانانو وضعه د «دلت» په نوم د تر ټولو وروسته پاتې گڼل کیدونکي فرقې څخه هم خرابه ده.

د څیړونکي کمیټې د مشر په خبره د مسلمانانو اقتصادي، ټولنیز او روزنیز حالت د دې خبري ثبوت دی چې له مسلمانانو سره امتیازي چلند کیږي. هغه زیاته کړه چې په تیرو لسو کلونو کې د رسمي کارونو په برخه کې د مسلمانانو فیصدي له ۵ سلنه څخه ۸،۵ سلنې ته لوړه شوې، خو دغه شمیر د دوی د نفوس په تناسب ډیر کم دی.

د «نیشنل سیمپل سروی ارگنایزیشن» په نوم دولتي ادارې د ۲۰۱۳ کال په خپل رپوټ کې ویلي وو چې په ملي سطحه د لوړی زده کړو کچه ۲۳،۶ سلنه ده، په داسې حال کې چې دا بیا په مسلمانانو کې ۱۳،۸ سلنه ده. همدارنگه په مسلمانانو کې د سواد کچه ۸۱ سلنه، په هندوانو کې ۹۱ سلنه، په سکانو کې ۸۴ سلنه او په عیسویانو کې تر ټولو زیاته ۹۴ سلنه ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل