1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند هم نیمه پایلوبو ته ووت

سيد رياض۱۳۹۳ اسفند ۲۸, پنجشنبه

د ۲۰۱۵م کال د کرکيت د نړیوال جام سیالیو په دوهم کوارټر فاینل یا منځلوبه کې هند، بنگله دیش ته په ۱۰۹ منډو ماتې ورکړه. په دې سره نو هند هم د نړیوال جام په سیالیو کې نیمه پایلوبو ته ووت.

https://p.dw.com/p/1EtFW
انځور: Getty Images/Q. Rooney

د پنجشنبې په ورځ د نړیوال جام په دوهمه منځلوبه کې هند د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته په پخپله منډو جوړولو ته ملا وتړله. د هند اوپنرانو یا د سر لوبغاړو روهت شرما او شیکر دهون ښه لوبه وکړه.

د هند لومړی لوبغاړی شیکر وو چې په ۷۵ منډو وسوځید. خو د هند دوهم لوبغاړی ویراټ کوهلي وو چې د درو منډو تر جوړولو وروسته وسوځید. دغه وخت د هندوستان منډې ۷۹ وې.

هندي توپ وهونکو خپلي لوبې ته ادامه ورکړه او روهیت شرما ۱۳۷ منډو ډیر مرسته وکړه چې د بنگله دیش لوبډلې ته د ۳۰۳ منډو هدف وټاکي.

شرما د نن ورځې غوره لوبغاړی هم وبلل شو. هند دغه هدف په ټاکل شوو پنځوسو اوورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځیدو سره وټاکه. د بنگله دیش له خوا تسکین احمد د هند درې لوبغاړي وسوځول.

په لومړنیو پنځو اوورونو کې د بنگله دیش لوبغاړو هم تیزه لوبه پیل کړه، خو بنگله دیش په ۳۳ منډو کې خپل دوه د سر لوبغاړي له لاسه ورکړل.

تر هغې وروسته د بنگله لوبغاړي یو په بل پسې وسوځیدل. محمدالله چې په وروستیو دوو لوبو کې ښه ځلیدلی وو په ننۍ لوبه کې یوازې ۲۱ منډي وکړې.

په پای کې د بنگله دیش ټول لوبغاړي په ۴۵ اوورونو کې د ۱۹۳ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیدل او هند دغه لوبه په ۱۰۹ منډو وگټله.

هند د نړیوال جام د سیالیو له پیل راهیسې تر اوسه کومه لوبه نه دی بایللې. په دې ترتیب یې اوس نیمه پایلوبو ته لار ومونده.