1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: پر نجلۍ جنسي تیري، خلک راوپارول

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۱ دی ۲, شنبه

د هندوستان په پلازمېنه نوي ډهلي کې سلګونه کسان سړکونو ته راووتل او د یوې جنایتکارې ډلې له خوا پر یوې نجلۍ باندې د جنسي تیري پر ضد یې لاریون وکړ. لاریون کوونکو په دې قضیه کې د عدالت غوښتنه کوله.

https://p.dw.com/p/1780D
انځور: Reuters

مظاهره کوونکي د شنبې په ورځ د ډهلي سړکونو ته راووتل. هغوی د خپل هیواد له چارواکو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره پر لازمو اقداماتو باندې لاس پورې کړي.

پولیسو هڅه وکړه چې مظاهر کوونکي آرام کړي. هغوي پر لاریون کوونکو باندې اوښکې بهوونکی ګاز او اوبه وکارولې. مظاهره کوونکو داسې شعارونه ورکول: «موږ عدالت غواړو! جنسي تیری کوونکی اعدام کړﺉ!»

د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ هغه وخت نښتې رامنځ ته شوې چې هغوی غوښتل د پولیسو له خوا تر جوړو شوو موانعو واوړي او خپل ځانونه د هندوستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسوي.

دا تر اوسه پورې د داسې يوې پېښې په اړه تر سره شوی تر ټولو لوی لاریون دی. د تیرې یکشنبې په ورځ (د دسمبر د میاشتې ۱۶مه نیټه) شپږ کسانو په یوه بس موټر کې پر یوې ۲۳ کلنې نجلۍ باندې جنسي تیری وکړ. هغوی دغه کار د نجلې د ملګري په مخ کې څو وارې تر سره کړ او بیا یې دواړه له موټره بیرون واچول. پولیسو د پېښې په اړوند لږ تر لږه پنځه کسان نیولي دي.

د دې وحشیانه جنسي تیري قرباني نجلۍ اوس په روغتون کې د مرګ له خطر سره مخامخ ده، ځکه چې هغه ډېره ژوبله شوې ده. د هندوستان حکومت اعلان کړی دی چې د دې پېښې لاملین به د محکمې پر وړاندې حاضر کړي. د هندوستان حکومت همداراز د جمعې په ورځ په نوي ډهلي کې د ښځو د ساتلو له پاره یو پراخ کمپاین په لاره واچاوه.

په هندوستان کې د جنسي تیري وروستۍ پېښې کلک غبرګونونه راپارولي دي.
په هندوستان کې د جنسي تیري وروستۍ پېښې کلک غبرګونونه راپارولي دي.انځور: Raveendran/AFP/Getty Images