1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند په درو يورو پلورېدونکی ځيرک تليفون چمتو کړ

آژانسونه / ن.۱۳۹۵ تیر ۱۹, شنبه

د «فريدام ۲۵۱» په نوم تر ټولو ارزانه ځيرک تليفون په هند کې بازار ته راووت. دغه تليفون له وای فای او درې بعدي انترنېټ سره د اتصال وړتيا او د ۸ ګيګابايتو په مقدار د حافظې ظرفيت لري.

https://p.dw.com/p/1JMDD
انځور: Indranil Mukherjee/AFP/Getty Images

د «رينګينګ بېلز» په نوم هندي شرکت د جمعې په ورځ (د جون ۸مه) له څه مودې انتظار او ځنډ وروسته خپل بېلابېل محصولات بازار ته وړاندې کړل.

په دغو محصولاتو کې يو اچ دي تلويزيون راځي چې په ۱۳۰ يورو پلورل کيږي، يو څو ډوله ځيرک ګرځنده تليفونونه چې په شاوخوا ۱۵ يورو او هغه «فريدام ۲۵۱» ډوله ځيرک تليفون هم راځي چې په څه باندې ۳ يورو خرڅيږي.

پيسې راوړونکي اپليکشنونه

تر اوسه پورې يوازې ډېرو لږو خلکو دغه موبايل يا ګرځنده ځيرک تليفون په خپل لاس کې نيولی او لمس کړی دی. دغه تليفون چې په سترګو يې ظاهرا له نورو ځيرکو تليفونونو سره توپير نه کيږي له وای فای او درې بعدي انترنېټ سره د اتصال وړتيا او د ۸ ګيګابايتو په مقدار د حافظې ظرفيت لري.

د تليفون پېرېدونکي او کارنان کولای شي چې په مرسته يې موسيقي واوري او برېښناليکونه هم واستوي. داسې هم ټاکل شوې ده چې ډېر ژر به هغه اپليکشنونه بازار ته راووځي چې چمتو کوونکي شرکت ته پيسې په لاس وروړي. تر اوسه البته د دغو ژمنو عملي اړخ لا معلوم شوی نه دی. خو د جمعې په ورځ ۵۰۰۰ فريدام ۲۵۱ ډوله ځيرک تليفونونه بازار ته راووتل.

د خيريه چارو لرليد

د «رينګينګ بېلز» په نوم چمتو کوونکی شرکت له دې وړاندې چا نه پېژانده. د دغه شرکت بنسټ ايښودونکي چې ډېر وخت په بارچالانۍ کې مشغول ول، په دې فکر شول چې هر بې وزله هندی يا بل انسان بايد انترنېټ ته لاسرسی پيدا کړي. که دوی خپله د تليفون د تجارت له لارې پيسې پيدا کړي، نو غواړي چې ۹۵ سلنه يې د خيريه کارونو په لاره خرڅ کړي.

غريبان او بې وزلي ورته سترګې په لار دي

اوسمهال دغه ارزانه تليفون د کارګرانو او د کوڅې په سر سوداګرو او غريبکارو په منځ کې شهرت موندلی دی. د احصائيو له مخې يوازې هر شپږم هندی له داسې ځيرکو تليفونونو څخه کار اخلي چې په انترنېټ هم سمبال وي.

۴۰۰ ميليونه هنديان د ورځې له څه کم يوې يورو څخه ژوند کوي. له دې کبله هغوی اړ دي چې د تليفون د رانيولو او پېرلو له پاره سپما وکړي. خو اوس داسې برېښي چې د ډېرو هنديانو خوبونه به په رښتيا بدل شي او هغوی به وکولای شي چې خپله يو ګرځنده ځيرک تليفون لاس ته وروړي څو د انترنېټ له لارې مهمو نړيوالو خدماتو ته لاسرسی ومومي.