1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند کې د تاوتریخوالي له کبله ۳۰ تنه وژل شوي

۱۳۹۶ شهریور ۴, شنبه

د هندوستان په شمال کې زرګونو کسانو پر یوه مذهبي مشر باندې د جنسي تیري د تور له امله د محکمې د پریکړې خلاف لاریون وکړ. په لاریون کې د تاوتریخوالي له کبله د وژل شوو کسانو ۳۰ ته رسیدلي دی. سیمې ته امنیتي ځواکونه استول شوی.

https://p.dw.com/p/2isVp
Indien Urteil gegen Guru: Dutzende Menschen sterben bei Krawallen in Panchkula
انځور: Reuters/C. McNaughton

د هندوستان د پوځ دغه سرتیري د دې هیواد د هریانه ایالت پنچکوله ښار ته لیږل شوي چیرې چې د مذهبي مشر ګورمیت رام رحیم سینګ لسګونه زره پلویانو له تاوتریخوالي ډک لاریون ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې د تلویزیوني چینلونو موټرونو او ګڼ شمیر نورو شخصي موټرونو ته اور ورته کړی.

وروسته له هغې چې د یوې ځانګړې محکمې له خوا دغه مذهبي مشر پر دوو ښځینه پلویانو باندې په جنسي تیري تورن وپیژندل شو، په دې ښار کې امنیتي ځواکونو ته د لوړو احضاراتو امر شوی وو ترڅو د جمعې ورځې له تاوتریخوالې د ډکې پیښې د تکراریدو مخه ونیول شي.

د هندوستان د هریانه په ځینو برخو او په ګاونډي پنجاب ایالت کې چېرته چې تر دې شخړو وروسته ګرځبندیز وضع کړل شوی وو، د مخابراتي شبکو خدمات هم محدود کړل شوي وو.  که څه هم دغه ګرځبندیز د شنبې په ورځ لیرې کړل شو، خو د عامو خلکو پر راغونډیدو باندې محدودیت لا هم ادامه لري.

د هریانه د ښار د پولیسو مشر بي ایس ساندو د فرانسې خبري آژانس ته د شنبې په ورځ وویل چې د دې شخړو په پایله کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او امکان لري چې دغه شمیر لوړ شي. هغه وايي چې د ځینو ټپیانو چې د سر د ټپونو له امله تر درملنې لاندي دي، حالت یې د اندیښنې وړ دی. 

ساندو زیاتوي چې «یوازې په دې ایالت کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او د شاوخوا ۵۰ پولیسو او امنیتي مامورینو په ګډون نزدې ۲۰۰ کسان ټپیان دي.» هغه زیاتوي چې ځینې ټپیان په تاوتریخوالي کې د برخې اخیستو له امله د پولیسو او د توقیف له ویرې روغتون ته د درملنې له پاره نه دي ورغلي.

Indien - Guru und Religiöser Führer - Gurmeet Ram Rahim Singh Insan
ګورمیت رام رحیم سینګ، چې پرې د جنسي توري تور پورې شویانځور: picture-alliance/dpa/Str

په ورته وخت کې رسمي سرچینو د فرانسې خبري آژانس ته له دې وړاندې ویلي وو چې په دې شخړو کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او زیاتره کسانو د ډزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې ښار کې ۵۰ کلن مذهبي مشر سینګ ادعا کوي چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶۰  میلیونه پلویان لري. د دې مذهبي مشر پر ضد په ۲۰۰۲م کال کې د هندوستان د هغه وخت د لومړي وزیر اټل بهاري واجپاي د واک په موده کې د یوې نامعلومې لیک لیږونکي له خوا په یوه لیک کې د جنسي تیري دغه تورونه لګیدلي وو. د دې لیک لیکوالې ادعا کړې وه چې د هغې په ګډون ګڼ شمیر نورې میرمنې څو څو ځله د همدې مذهبي مشر له لوري د جنسي تیري ښکار شوي دي.

تر دې لیک وروسته د هندوستان د مرکزي څیړنو ادارې د دې تورونو د سپیناوي امر وکړ او په دې قضیه کې د تورنو قربانیانو موندلو ډیر وخت ونیو خو په ۲۰۰۷م کال کې دوه میرمنو خپل غږ پورته کړ او د دغو تورنو دوسیه یې ثبت کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د مذهبي مشر د ځانګړې محکمې له تر سره کیدو یوه ورځ مخکې، په پنچکولا کې د سینګ شاوخوا ۲۰۰ زره پلویان د هغه په ملاتړ را ټول شوي وو. د تورونو له امله د دې مذهبي مشر پلویان په غصه دي او ځینې یې وايي چې دوی د محکمې د پریکړې له امله په شوک کې دي.

په هریانه کې یو دوکاندار راج کمار، چې اوسمهال په روغتون کې د ټپونو له امله تر درملنې لاندې دی وايي چې «زه له قدرمن رام رحیم سنګ سره د ۱۴ کلونو راهیسې اړیکې لرم. زه پوره ډاډه یم چې زموږ پر مذهبي مشر باندې لګول شوي ټول تورونه ناسم دي.»

د دې مذهبي مشر دغه ټپي پلوي چې سر یې په بنداژ هم تړلی د فرانسې خبري آژانس ته همدا راز وویل چې «هغه [سنګ] غلط کار نه شي کولای. هغه په دې هڅه کې دی چې له ټولې نړۍ څخه ستونزې له منځه یوسي.» ټاکل شوې چې د سنګ سزا د دوشنبې په ورځ په رسمي توګه اعلان شي.