1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: ٪۸۶ جنسي تېری عقارب او خپلوان کوي

آژانسونه / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ مرداد ۳۱, شنبه

تیر کال په هندوستان کې د جنسي تیري په پيښو کې نږدې۹۰ سلنه هغو کسانو لاس درلود چې یا خو یې له دغې قرباني ښځې سره له پخوانه پيژندگلوي درلودله، یا یې خپلوان وو او یا یې هم په یو دفتر یا کارخانه کې ورسره کار کاوه.

https://p.dw.com/p/1GJkr
انځور: Getty Images/N. Seelam
د هندوستان د جنایې پيښو د ثبت ملي دفتر د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د اګست ۲۱مه نېټه) خپل کلنې رپوټ وړاندي کړ. د دغه رپوټ په حواله په ۲۰۱۴ کال کې د ښځو پر وړاندي د زورزیاتي، تشدد، جنسي تیري او جنسې زورونې ۳۳۷۹۲۲ شکایتونه ثبت او راجستر شوي دي.

ویل کیږي چې په دې برخه کې په ۲۰۱۴ کال کې له هغې څخه د یو کال مخکې په پرتله د ثبت شوو شکایتونو په شمیر کې ۹ سلنه زیاتوالې راغلې دی. له دغو شمیرو څخه داسې معلومیږي چې د ښځو د خونديتوب په برخه کې د حکومت له خوا د نیول شوو ټولو اقداماتو سربیره د داسې ثبت شوو پيښو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.

همدارنگه په ټوليزه توګه په هند کې د جنسي تیري پيښي ۹ سلنه زیاتي شوي دي. په ۲۰۱۳ کال کې په هیواد کې د جنسي تیري۳۳۷۰۰ پيښې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې پلازمېنه ډهلي له ۱۸۱۳ پیښو سره په دې برخه کې د نوملړ په سر کې ځای لري.

ښايي دغه پيښي لا زياتي وي

دا د جنسي تیریو هغه پيښې دي چې په حکومتي ادارو کې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې د هغو پيښو د شمیر په هکله هیڅ څوک هم نه پوهیږي، کوم چې ثبت شوې نه دي. په هندوستان کې په سلگونو میرمنې د خپل ځان او کورنۍ د بدنامۍ له ویرې پر داسې موضوعاتو خاموشي اختیاروي او یا هم ډیر شمیر میرمنې د بې سوادۍ او غربت له امله حتی پولیسو ته هم مراجعه نه کوي.

همدارنگه د هندوستان د ممبئې ښار له ۶۰۷ پيښو سره په دویم نمبر او بنگلور له ۳۰۰ پيښو سره په دریم نمبر کې ځای لري. د خپرو شوو شمیرو څخه داسې معلومیږي چې په هندوستان کې ۸۶ سلنه جنسي تیري د نږدې خپلوانو له خوا ترسره شوي، په کوم کې چې د پيښې قرباني شوې میرمنې یا نجلې پلار، ورور،تره، گاونډی او یا هم په دفتر کې له هغې سره همکار شامل دي.

رپوټ زیاتوي هغه نجونې یا ښځې چې د جنسي تیري د پيښو قرباني شوې دي، د هغو له جملې څخه ۳۸ سلنو یا د ۱۴۱۰۲ تنو یې له ۱۸ کلونو څخه کم عمر درلود.

خپلوان او شناخته تېري کوونکي

په نوې ډهلي کې د ټولنیزو چارو د څیړنیز مرکز ډایریکټرې رنجنا کماري، په دې هکله ویلي دي:« مونږ باید له دې ستونزې سره د مبارزې له پاره په ټولو محاذونو کې وجنگیږو. دا مساله یوازې د ښه پولیسو له لارې حل کیدلای نه شي، نه دا چې د عامه او ترانسپورتي مقاماتو په خوندي کولو سره. اعداد او شمیرې مونږ ته ښې چې مونږ باید خپل شاوخوا، کورونه، محفلونه او دفترونه هم تر نظر لاندی ونیسو.»

د بشري حقونو په برخه کې فعالو ادارو پر دغې رپوټ نیوکه کړې ده. د دوی په خبره د دغو پیښو شمیر تر دې ډیر لوړ دی چې په رپوټ کې راغلی دی. نوموړي ادارې ټینگار کړی چې په دې برخه کې باید حقیقي شمیرې د خلکو عام محضر ته وړاندي کړای شي.