1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هنګري د اروپايي ټولني مشري پرغاړه اخلي

۱۳۸۹ دی ۴, شنبه

د نوي ميلادي کال د پيل څخه هنګري د بلجيم څخه د۶ مياشتو دپاره د اروپايي ټولني مشرتوب پرغاړه اخلي . که څه هم د يورو بحران به د هنګری پرکار اغيزه وکړي ، خو بيا هم هنګري غواړي ځيني کارونه سرته ورسوي

https://p.dw.com/p/QkBE
انځور: AP

بلجيم د اروپايي ټولني مشرتوب بېله يوه نوي حکومت څخه شروع کی او پای ته يې ورسوي . د فليمينيانو او والونانو د قومونو تر منځ د سختو اختلافاتو له کبله په جون کي تر پارلماني انتخاباتو وروسته نوی حکومت جوړ نه سو او زاړه حکومت بيا هم په عادي ډول خپل کارته دوام ورکی . دغه حکومت داروپايي ټولني درياست پر وخت هم خپل کار په آرامۍ او ډېر مهارت سره سرته ورسوی .

ددغه حکومت دښه منځګړيتوب له کبله ؤ چي د کال په آخره کي د مالي بازارونو دسخت کنترول او يورود زون د دوامداره ژغورونکي پروګرام دپاره يو اساس جوړ سو.

OSZE kritisiert Mediengesetz in Ungarn
انځور: picture alliance/dpa

د بلجيم د رياست په وخت کي ؤ ، چي د اروپا د خارجي چارو خدمات هم شروع سول .

خو د بلجيم خارجه وزير سټېوين فان اکړ بلغاريې او ګرده اروپايي ټولني ته نور ډېر کارونه هم پرېښوول .

«موږ د اروپايي ټولني د دوو پرابلمونو سره سروکار لرو ، يو د اروپا په اصطلاح اقتصادي حکومت او بل د اروپا د خارجي سياست خدمات . دا چي په دغو موضوعګانو کي به اروپا تر کومه حده پوري ځان اصلاح کي، د اروپايي اتحاديې او د هغې د غړو دولتو په آينده پوري اړه لري .»

دهنګري خارجه وزير يانوش مورتوني هم عين پرابلمونو ته اشاره وکړه . دی د اروپايي ټولني کاري پروګرام د يورو په بحران پوري مربوط بولي .

«زه ګمان کوم چي تر دې به بله مهمه موضوع نه وي چي په مالي بازاروکي آرامي رامنځته او اقتصادي بحران شاته پرېښوول سي .»

پدې حساب به نو هنګري مجبوره وي ، چه بيا هم د په اصطلاح اقتصادي حکومت کار ته پاملرنه وکي ، دا په دې معني چي د يورو د زون د هيوادو اقتصادي او مالي سياست تر منځ نژدې والی راسي .

Forint
انځور: picture-alliance / ZB

پخپله هنګري د يورو داسعارو په زون پوري اړه نلري ، او ډير اقتصادي او بودجوي پرابلمونه لري .

د هنګري د اروپايي مسايلو مسؤل يني کو- جيري حتی د اروپايي ټولني څخه د خپلو خلګو ليري والي ته اشاره کوي . دی وايي،

« د خلګو څخه نظرپوښتني نه چنداني خوشالونکي دي . د هنګري خلګو اروپايي اتحاد ته تر ورشامليدو وروسته پر هغه باندي خپل اعتماد بايللی دي . اوس نو ددې وخت رارسيدلی دی چه هغه ته تغير ورکول سي . هنګريان بايد پوه سي ، چي دوی اوس د اروپايي ټولني درياست سره سروکار لري . »

د هنګري حکومت ته معلومه ده ، چه ډيري هغه پروژې چي په اول سر کښي پلان سوي وې ، د يورو دبحران له کبله يو څه ځنډيدلي دي . مثلأ د انرژۍ سياست ، شرقي هيوادو ته نژدې کيدل ، يا د بالکان د هيوادو رانژدې کيدل . خو خارجه وزير مورتوني نه غواړي يوه پروژه په هيڅ صورت شاته واچوي ، او هغه داچي ددوناو درود د شاوخوا د ټولي سيمي پرمختيايي پروګرام بايد عملي سي .

«ددوناو ستراتيژي ډير مسايل احتوأ کوي : هغه چاپيريال ساتنه ، ترانسپورټ ، زيربنا او ټورسټي مسايل دا ټول په بر کښي نيسي ، خو خبره پر کلتور ، کلتوري ميراث ، هويت ، د مرکزي اروپا هويت او په مجموع کښي دګرده اروپا پر هويت باندي هم ده . »

کريستوف /محمد قاسم نوري

کتونکی : احمد ولی اڅکزی