د هنګري په يو مهاجر کمپ کې افغان مهاجر له «بد چلنده» سر ټکوي

هنګري ـ د افغان مهاجر پيغام خپل مور او پلار ته

اوډيو واورئ 06:55
اوس په ژندۍ بڼه
06:55 دقيقې
د هنګري په يوه کمپ کې ميشت افغان مهاجر وايي چې دوی سره د بنديانو په څیر چلند کيږي. د سبحان الله زنداني په نوم دغه مهاجر تورونه رسمي منابعو نه دي تائيد کړي. بشپړه مرکه يې دلته اوريدلای شئ:

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (31.08.2015):

د هنګري د پولیسو له خوا د کډوالو د یوې کورنۍ د سر سړي نيول. دغې کورنۍ غوښتل د دې هیواد له لاري ځان نورو اروپايي هیوادونو ته ورسوي.

دغه انځورونه د جمعې په ورځ رویترز خبري آژانس اخیستي دي.

د هغو کډوالو شمیر چې هڅه کوي ځان د هنګري له لارې لویدیځې اروپا ته ورسوي ورځ تر بلي ډيريږي.

د هنګري د چارواکو په حواله د ۲۰۱۵م کال له پیل راهیسې تر اوسه پوري د دې هیواد له لارې ۱۴۰ زره کډوال صربستان ته رسیدلي دي.

د هنګري د چارواکو په حواله یوازي په روانه میاشت کي ۳۴ زره کډوال دې هیواد ته رسیدلي دي.

صربستان د سوریایي کډوالو د ترانزیت په یوه مسیر اوښتی دی.

هنګري ته د کډوالو د ورتګ له ډیریدو سره د دې هیواد پولیسو پر سرحد د اغیزي لرونکي سیم د غځولو کار پیل کړی دی.

هنګري له صربستان سره پر خپله ۱۷۵ کیلو متره سرحد باندې دغه اغزن سیم غځوي.

رویترز خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ وویل چې اوس د هنګري دولت په دې اړه څیړني کوي چې له صربستان سره پر خپل سرحد باندي له پوځه مرسته وغواړي.

اروپا ته د کډوالو د راتلو بهیر په ډیریدو سره د هغوی په اړه اندیښنې هم ډیري شوي دي.

اروپا ته د رسیدو پر لار د کډوالو پر ضد له اوښکي بهوونکي ګاز څخه هم کار اخيستل کيږي، پر دې لار د پرتو هیوادونو پر پولیسو باندي نیوکي ډیري شوي دي.