1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هنګري پناه غوښتونکي د کانتینرونو کمپونو ته لیږدوي

۱۳۹۶ فروردین ۸, سه‌شنبه

له ماشومانو پرته به په هنګري کې ټول میشت پناه غوښتونکي سرحد ته نزدې له کانتینرونو په جوړو شویو کمپونو کې ځای پر ځای شي. د کډوالو د حقوقو مدافع سازمانونو پر دغو کمپونو باندې نیوکه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2a6nI
Serbien Container-Lager in Kelebija
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com/K. Maj

هنګري د سه شنبې په ورځ له سربستان سره سرحد ته نزدې د کانتینرونو په یوه کمپ کې د پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو بهیر پیلوي. هغه پناه غوښتونکي چې تازه دې هیواد ته رسیږي او یا همدا اوس په هنګري کې دي تر هغه وخته پوري چې د اسنادو څیړنه یې بشپړیږي، په دغو کمپونو کې ساتل کیږي.

د کورنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د دې هیواد د زندانونو د خدماتو ادارې په دوو کمپونو کې ۳۲۴ کانتینرونه ځای پر ځای کړي دي چې پناه غوښتونکي به پکښې ساتل کیږي.

په بیانیه کې راغلي دي: «د دغو محدودیتونو هدف دا دی چې د هغو کډوالو مخه ونیول شي چې یو نامعلومه حالت لري. په دې ترتیب سره به هغوی و نه شي کړای چې په آزاد ډول په هیواد او اروپايي ټولنه کې تګ راتګ وکړي. بل هدف دا دی چې د مهاجرت له کبله امنیتي ګواښونه هم راکم شي.»

یوازي هغه ماشومان چې والدین یې ورسره نه وي او تر ۱۴ کلنی کم وي، په دې کمپونو کې نه ساتل کیږي. په کمپ کې ساتل کیدونکو کسانو ته به د ویدېدو له پاره تخت، د ځان پاکولو سامان، آلمارۍ، ګرمې اوبه، تشنابونه او د اړیکو امکانات برابر شي. پر دې سربیره په کمپونو کې مذهبي خونې هم جوړې شوي دي.

په کمپ کې به ساتل کیدونکو کسانو ته په ورځ کې درې وارې ډوډۍ ورکړل شي. میندو او ماشومانو ته نور امکانات هم په پام کې نیول شوي دي.

هنګري د روانې میاشت په سر کې يو داسي قانون تصویب کړ چې له مخې یې د دغو کمپونو جوړیدو ته لار هواره شوه. د بخښنې نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو پر دې هیواد باندي له کډوالو سره د چلن له کبله نیوکې کړي دي.

د هنګري لومړي وزیر ویلي دي چې دغه اقدام په اروپايي ټولنه کې د کډوالو له خوا د وروستیو ترسره شویو ترهګریزو بریدونو په ځواب کې شوی دی. هنګري تر دې مخکې هم پناه غوښتونکي په بند کې ساتل، خو دې کار ته یې په ۲۰۱۳م کال کې د پای ټکی کښېښود.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي دي چې په بند کې د کډوالو ساتل به پر ماشومانو، ښځو او نارینه وو چې لا وختي له ډیرو سختیو سره مخامخ دي، ناوړه فزیکي او روانې اغېزې ولري.

د کډوالو د حقونو یوه مدافع سازمان ویلي دي چې دغو کمپونو ته به ۴۰۰ کډوال ولیږدول شي.

نور مطالب: