هنگري د مهاجرو د مخنيوي له پاره دوهم دېوال جوړوي
۱۳۹۵ اسفند ۱۰, سهشنبهد هنگري د لومړي وزير ويکتور اوربان په مشرتوب محافظه کاره حکومت پتېيلې ده چي دغه هيواد ته د مهاجرو د ورتگ د مخنيوي له پاره يو بل سرحدي دېوال جوړ کړي.
اوربان تر دې مخکي د يوه داسي دېوال چي هيڅوک به «ترې تېرېدلای» نه سي، د جوړولو خبر ورکړی او اعلان ئې کړی وو: «د دېوال جوړولو له پاره فني نقشې به ډېر ژر تياري سي. دغه حصار به په فني دستگاوو سمبال وي. په دې سره به هيواد ته د په سونو زرو مهاجرو د راتگ مخه ونيول سي.»
هغه مهاجر چي غواړي د بالکان له لاري د هنگري او سربستان له سرحدونو ځانونه مرکزي او شمالي اروپا ته ورسوي، ډېری ئې د سوريې او افغانستان له جنگه تښتېدلي دي.
د هنگري پر مهاجرو ضد سياست باندي د اروپايي ټولني نورو غړو هيوادونو له خوا نيوکي زیاتي سوي. بوداپست تر اوسه پوري د مهاجرو په برخه کي د وېش له پريکړي څخه ځان پېچلی.
اوربان ويلي دي چي د مهاجرو بحران د اروپايي ټولني او غړو هيوادونو له پاره تر ټولو ستره ستونزه ده.
ويکتور اوربان يو له هغو کسانو څخه دی چي د جرمني د صدراعظمي انگلا ميرکل پر مهاجر پلوه سیاست باندي سختي نيوکي کوي.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: