1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هنگري غواړي مهاجر بیله حقوقي پروسې اخراج کړي

۱۳۹۵ تیر ۱۶, چهارشنبه

هنگري غواړي عملأ هغه مهاجرین چي په غیر قانوي ډول سره د بالکان له لاري ورغلي دي، بې له یوې حقوقي پروسې څخه بیرته صربستان یا کروشیا ته اخراج کړي.

https://p.dw.com/p/1JJGV
انځور: picture alliance/dpa/S. Ujvari

سر له سه شنبې ورځي څخه به نور هغه کسان چي په غیر قانوني ډول له سرحد څخه راتیریږي تر اته کیلومترۍ پوري به د هنگري په خاوره کي نیول کیږي او بیرته به سرحد ته وړل کیږي.

بیابه نو دصدراعظم ویکتور اوربان د امنیتي مشاور «گیورگي باکونډي» په خبره هغوی ته راتلونکی ترانزیټ زون ښکاره کیږي. د هنگري پارلمان هم د حکومت دغه پلان ته اجازه ورکړې ده.

ترانزیټ زون د هنگري د اغزن دیوال اخوا ته موقعیت لري او په دې ډول سره د هنگري په نظر د دوی په دولتي حاکمیت کي هم نه دی شامل. مهاجرين کولای سي، هلته د پناه غوښتنه هم وکړي.

که د مثال په ډول غیر قانوني راداخل سوي مهاجر ونیول سي نو د ۲۰۱۵م کال له دوبي راهیسي د معتبر قانون پر اساس به د سرحد نقضولو په تور محاکمه کیږي.

د باکونډی په خبره تر اوسه پوري دغه ډول ۴۹۴۲ قضیې موجودي وې. که څه هم هغوی صربستان او کروشیا ته په اخراجولو باندي محاکمه سوي دي خو هغه لږ عملي کیږی، ځکه چي همسایه هيوادونه مهاجرين ډیر لږ وخت بیرته مني.

باکونډي اضافه کوي چي د سږ عیسوي کال له پیل څخه هنگري ۱۷۳۵۱غیر قانوني مهاجرين نیولی دي. په ۲۰۱۵ م کال کي بیا مجموعأ ۳۹۱۰۰۰ تنه وه. ۳۳۰ تنه بندیان دي. هنگري د ۱۹۹۰۰۰ مهاجرو له جملې څخه فقط د۲۶۴ د پناه غوښتنه منلې ده.