1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هنگري له کرواسیا سره خپله گډه پوله د مهاجرینو پر مخ وتړله

شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ مهر ۲۵, شنبه

د هنگري حکومت له کرواسیا سره خپله سرحدي پوله وتړله څو په دې توگه دغه هیواد ته د داخلیدونکو مهاجرینو د هجوم مخه ونیول شي. د دغه هیوادچارواکو ویلي دي چې له دې کار څخه یې هدف د اروپا او هنگري د اتباعو حفاظت دی.

https://p.dw.com/p/1Gpja
انځور: Getty Images/AFP/E. Barkcic

د هنگري چارواکو د شنبې په ورځ سحر وختي( د اکتوبر میاشتې۱۷) له کرواسیا سره خپله سرحدي پوله وتړله. د دې کار هدف د آلمان او اتریش په څیر شتمو اروپایې هیوادونو ته د کډوالو د مخ پر ډیریدونکي بهیر مخه نیول په گوته شوی دی.

د لومړي وزیر ویکتور اوربان، ښې اړخي حکومت له کرواسیا سره په خپل ۳۰۰ کیلومتره اوږده سرحدي پوله کې اغزي لرونکی سمي دیول جوړ کړی دی.

د هنگري د حکومت ویاند زولطاف کواچ د شنبې ورځې په سحر وویل: « د هنگري حکومت داسې گامونه پورته کړي دي چې پر اساس یې د اروپایې اتحادیې داخلي آزادي او د اروپا او هنگري د خلکو د امنیت حفاظت وکړي.»

له دې سربیره د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو تر منځ ترافیک به د معمول مطابق دوام ولري، خو په سرحدونو کې به څار د پخوا په پرتله ډیر شي. د هنگري د بهرنیو چارو وزیر پیتر سیارتو، وویل: « مونږ کنترول سخت کوو، څو له سرحدونو څخه د غیرقانوني تیریدنې مخه ونیول شي.»

د روان کال په جریان کې د منځني ختیځ او افریقا د بحراني سیمو تر ۳۸۳ زرو ډیر مهاجرین هنگري ته ننوتلي دي. ډیرې دغه کډوال د یونان، مقدونیا او صربستان هیوادونو له لارې هنگري ته داخل شوې دي. د هنگري حکومت د سپټمبر په میاشت کې له صربستان سره خپله سرحدي پوله تړلې وه چې له امله کډوال مجبوره شول د کرواسیا لاره خپله کړي.

سلوانیا د مسافر وړونکو اورگاډو سفرونه ځنډولي دي

د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د هنگري د دغه گام په غبرگون کې یې چې مهاجرین سلوانیا ته استوي د اورگاډو سفرونه ځنډولي دي. سلوانیا د کرواسیا او اتریش په منځ کې واقع دی.

هغه زیاته کړه: « د هنگري سرحد تړل کیدل په دې معنی چې په هنگري کې د مهاجرینو منل کیدل بندیږي، مونږ د دغو کډوالو مسیر د سلوانیا پر لور تغییروو.»

له همدې امله سلوانیا د جمعې په ورځ د هغو اورگاډو راتگ په موقتي توگه ځنډولي دي چې له کرواسیا څخه د دغه هیواد پر لور روان ول. د سلوانیا د اورگاډي ملي شرکت ویلي دي: « د استثنایې شرايطو په پام کې نیولو سره د سلوانیا او کرواسیا تر منځ د مسافربرۍ اورگاډو سفرونه ځنډول شوې دي.»

مخکې تر دې د سلوانیا د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې حکومت یې له کرواسیایې چارواکو سره د مهاجرینو له پاره په یوه یا دوو ځایونو کې د عبوري سیمې د جوړولو په هکله خبرې کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب