1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هوايي پل، د کلا بندوو سوریایانو د ژغورلو وروستی چانس»

آژآنسونه / س. ر.۱۳۹۵ خرداد ۱۳, پنجشنبه

فرانسې او بریتانیې له ملگرو ملتونو غوښتي دي چې مرستندویه توکي له الوتکو څخه سوریایانو ته وروغورځوي. اوسمهال په زرگونو ضرورتمندو کسانو ته آزاد لاس رسی ممکن نه دی.

https://p.dw.com/p/1Iyex
انځور: picture-alliance/AP Photo/ICRC

په ملگرو ملتونو کې د فرانسې سفیر فرانسوا دیلاتره په نیویارک کې د خبریالانو پر وړاندې وویل چې دا خبره ښکاره ده چې د سوریې ښارونو ته آزاد لاس رسی ممکن نه دی. د هغه په خبره له دې کبله د ملگرو ملتونو د خوراک نړیوال پروگرام (ډبلیو اف پي) داریا، مضایا او معظمیه ته له هوا څخه د مرستو د رسولو چاره ولټوي.

خو په ملگرو ملتونو کې د بریتانیې دیپلومات متیو رایکرافت شکایت کړی دی چې : «مرستې ډیرې لږي دي او ډیر ناوخته شوی دی.» د هغه په خبره د هوا له لارې د مرستو د رسولو پرته بله کومه لار نه ده پاتې. فرانسې او بریتانیې له ملگرو ملتونو څخه په دې تړاو د گامونو اخیستو غوښتنه کړې ده.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ یوه بیړنۍ غونډه کوي تر څو له هوا څخه د مرستو د غورځولو په هکله غور وکړي. د چهارشنبې په ورځ د حکومتي ځواکونو له لوري د داریا ښار د کلابندۍ تر څلورم کال وروسته د لومړي ځل له پاره اجازه ورکړل شوه چې دغه ښار ته مرستي ورشي، خو یوازې دارو درملو ته.

«ټکان ورکوونکي او د منلو وړ نه ده»

په ملگرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي چورکین له هوا څخه د مرستو رسول د یوه مثبت پرمختگ په توگه هر کلی کړی دی او داسې اشاره یې ورکړی دی چې اوسمهال له الوتکو څخه د مرستو د اکمالاتو پلانونه احتمالا تعقیب نه شي.

د ماشومانو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې «سیف دي چلډرن» انتقاد کړی دی چې دا «ټکان ورکوونکي او د منلو وړ نه ده» چې شا او خوا ۸۰۰۰ بند پاتې شوو کسانو ته خوراکي مرستې نه شي رسول کیدای.

د سوریې اپوزیسیون د دغه هیواد پر واکمن بشارالاسد باندې «د لوږي ساتلو سیاست» ته د ادامې ورکولو تور لگولی دی. داریا ته د سوریې له پلازمېنې دمشق څخه په موټر کې یوازې پنځلس دقیقي لار ده او په هغو لومړنیو ښارونو کې شمیرل کیږي چې پکښې ولس د بشارالاسد پر ضد احتجاج پېل کړی وو. د رپوټونو له مخې له ۲۰۱۲م کال راهیسې هغوی د حکومتي ځواکونو له لوري کلابند دي.

یو بشري هوایي پل

د سوریې د تماس په نوم ډلې لا تیره اوونۍ ملگرو ملتونو ته دا استازیتوب ورکړی وو چې د هوا له لاري مرستې تأمین کړي، که چیرې اسد او یاغیان مرستندویه سازمانو ته د کلابند شوي ولس د لاس رسي اجازه ور نه کړي.

تیره اوونۍ د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تر غونډې وروسته ویلي وو که چیرې ملگري ملتونه د جون میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې اړمنو کسانو ته د لاس رسي اجازه تر لاسه نه کړي، نو د خوراک نړیوال پروگرام باید یو بشري هوایي پل یا د هوا له لارې د مرستو رسول تأمین کړي.

د ملگرو ملتونو کارپوهانو په مکرر ډول خبرداری ورکړی دی چې په کلابندو شوو ښارونو کې لا نور ډیری انسانان له لوږې سره مخامخ کیدی شي.