1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هولبروک پاکستان ته رسېدلی

۱۳۸۸ مرداد ۲۵, یکشنبه

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد هولبروک نن په پاکستان کي د دغه هيواد له مشرانو سره د شمال لويديځي صوبي او د قبايلي سيمو د امنيتي وضعي په هکله خبري کوي...

https://p.dw.com/p/JC9y
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د متدحده ايالاتو ځانګړی استازی ريچارد هولبروک
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د متدحده ايالاتو ځانګړی استازی ريچارد هولبروکانځور: AP

هولبروک چي پرون اسلام آباد ته ورسيد، په داسي وخت کي له پاکستاني مشرانو سره خبري کوي، چي په ګاونډي هيواد ، افغانستان کي د جمهوري رياست او ولايتي شورګانو ټاکنو ته يواځي څو ورځي پاته دي. د يوي مياشتي په موده کي دا دوهم ځل دي چي هغه پاکستان ته سفر کوي. دغه هيواد د اسلام پالو افراطينو پر ضد د سپيني ماڼۍ د جګړي په مخکښه جبهه کي ځاي لري.

د دري ورځني سفر په ترڅ کي به هولبروک له جمهور ريس آصف علي زرداري، لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني، بهرنيو چارو وزير،محمود قريشي او د پاکستان د پوځ له لوي درستيز، جنرال اشفق کياني سره وويني.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت يوه چارواکي د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: « خبري اتري به په يو لړ مسايلو لکه له بي ځايه شوو خلکو سره مرسته، په شمال لويديځه صوبه او قبايلي سيمو کي امنيتي وضعه او په افغانستان کي د جمهوري رياست لپاره پر ټاکنو راتاویږي».

پاکستان ته د هولبروک د رسيدو د خبر په پخلی سره، په اسلام آباد کي د متحده ايالاتو د سفارت يو وياند فرانس پرس ته وويل: « هغه به له ډيرو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.»

پاکستان په شمال لويديځه صوبه او قبايلي سيمو کي د طالب ياغيانو پرضد په حملو لاس پوري کړي دي، دغه سيمي چي له افغانستان سره په ګاونديتوب کي پرتې دي د القاعدي د ياغيانو هډي ګنلي کيږي، کوم ځای، چي واشنګتن وايي د لويديځ پر ضد د حملو بندو بست کيږي.

څو ورځي مخکي د امريکايي بي پيلوټه الوتکي د يو توغندي بريد سره د رپوټونو له مخه په جنوبي وزيرستان کي د پاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود ووژل شو، چي دا په سيمه کي طالب اورپکو ته سخت ګذار ګنل شوی، که څه هم نه پاکستان او نه متحده ايالات توانيدلي دي چي په يقين سره د هغه د مرګ شواهد وړاندي کړي.

له بلي خوا پاکستان ته د هولبروک سفر د افغانستان د پنجشنبي د ورځي د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو تر ټاکنو مخکي لاس لاندی نيول شوي. دغه ټاکني د ناټو او متحده ايالاتو لپاره چي هڅه لري دغه جګړه ځپلي هيواد کي سوله او ديموکراسي ټينګه کړي، يوه ستره آزموينه ده.

خو د ټاکنو له رانژدې کيدو سره د طالب اورپکو د زور زياتيو ساحه هم پراخه شوي او دا انديښني يې را پيدا کړي چي آيا چي افغان رايي ورکونکي به په پوره ډاد د راييو صندوقونو ته ورشی که نه،چي دا کيدای سي د انتخاباتو قانونيت تر پوښتني لاندي راوړي.

AFPE/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل