1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هوګو چاويز د لوړې مراسمو ته نه حاضريږي

احمد ولي اڅکزی (afp, dpa, dapd, rtr)۱۳۹۱ دی ۲۰, چهارشنبه

د وینزویلا ولسمشر هوګو چاويز د سرطان تر څلورم عمليات وروسته اوس په روغتون کي بستر دی. د هغه د روغتیایي وضعيت په هکله دقيق معلومات يوازي د هغه معالج ډاکټران لري.

https://p.dw.com/p/17GIz
انځور: Picture-Alliance/dpa

هوګو چاویز چې یو ځل بیا د وینزویلا ولسمشر ټاکل شوی دی ښايي د روغتيايي ستونزو له کبله د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د جنوري میاشتې لسمه نیټه) په کاراکاس کي د پارلمان مخي ته د ولسمشر په توګه لوړه تر سره نه شي کړای. دا خبره د ولسمشر وياند نيکولاس مادورو کړې ده. د نوموړي په وينا جاویز دغه کار د خپلو ډاکټرانو د مشورې له مخې تر سره کوی.

ډاکټرانو د ۲۰۱۱ کال په جون مياشت کي د لومړي ځل له پاره د چاويز سرطان تشخيص کړ. چاویز تر هغه وخت راهيسي څلور وارې عمليات سوی دی، چي وروستی عمليات يې له یو څه ستونزو سره مخامخ سوي وو. د چاویز څلورم جراحي عمليات د کيوبا په پلازمېنه هوانا، کي ترسره سو. هغه اوس هم په همدې ځای کې بستر دی.
‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍
د وينزويلا د اطلاعاتو وزير اېرنېستو ويليګاس، ويلي دي چي تر جراحي عملياتو وروسته چاويز ته د سږو تکليف ورپيدا سوی دی او هغه د تنفس کولو پر مهال له ستونزو سره مخامخیږي. د حکومتي منابعو په وينا د ولسمشر په روغتيايي حالت کي تر وروستي عملیات وروسته کوم بدلون نه دی راغلی.

ستره محکمه بايد قانون تشريح کړي

د لوړي په مراسمو کي د هوګو چاويز غېرحاضري بايد له قانوني لحاظه څرنګه وارزول سي؟ په دې هکله په وينزويلا کي لانجمن بحثونه راپاریدلي دي. اپوزیسیون په دې ترڅ کي د هيواد پر سترې محکمې باندې غږ کړی دی چي د دې وضعیت په هکله د هیواد قوانین روښانه کړي. د اپوزیسیون مشر او د ميراندا ايالت والي اېنريکې کاپريليس، په کاراکاس کي وویل: «زه نه پوهېږم چي قاضيان د څه له پاره انتظار باسي.»

اېنريکې کاپريليس چي د ولسمشرۍ وروستۍ ټاکنې يې په ډيرو کمو رايو چاویز ته وبایللې، زياته کړې ده چي د جنوري میاشتې په لسمه نیټه د ولسمشر چاويز روانه دوره پای ته رسیږي او هغه باید د نوې دورې د پیلولو له پاره لوړه وکړي. هغه زياته کړه: «موږ په خپل هيواد کي د کيوبا نظام نه لرو، چي واک له يوه کس څخه بل ته لېږدول کيږي. زموږ هيواد شاهي نظام هم نه لري. په دغه موضوع کي ملت د قاضيانو تشريح ته سترګې په لار دی.»

د وينيزويلا حکومت بيا وايي چي د لوړې مراسم ځنډول کېدای سي. که ۵۸ کلن چاويز په دوامداره توګه د ولسمشرۍ له وظايفو څخه ليري پاتې سي، نو د اساسي قانون له مخي بايد د دېرشو ورځو په ترڅ کې نوي ټاکنې وسي. په داسي يوه حالت کي به د پارلمان رئيس په مؤقت ډول د دولت چارې پر غاړه واخلي. خو د حکومت په آند تر اوسه د دې له پاره هيڅ ضرورت نه سته ځکه چي د حکومت په وينا هوګو چاویز د لوړي مراسمو ته تر لږ ځنډ وروسته حاضر شي. چاويز د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر میاشتې په ټاکنو کي د درېيم ځل له پاره د وینزویلا ولسمشر وټاکل سو.