1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هوگو چاويز څلورم وار هم د وينزويلا مشر سو

۱۳۹۱ مهر ۱۷, دوشنبه

د وینزویلا جمهور رئیس هوگو چاویز د ۱۹۹۹ کال راهیسي په دغه هیواد کي د جمهوري ریاست انتخابات د څلورم وار له پاره وگټل.

https://p.dw.com/p/16MCt
انځور: Reuters

دی نو اوس کولای سي تر۲۰۱۹ عيسوي کاله پوري د دغه هیواد جمهور رئیس په توگه پاته سي.

په دغه هيواد کي انتخاباتي کمیسیون د یکشنبې په ماښام وويل، چي چاویز په دغو انتخاباتو کی۹۰ سلنه رايي گټلي دي چي په دې دول ئې۵۴ فیصده اکثریت تر لاسه کړ.

چاويز د انتخاباتو تر گټلو وروسته په خوشحالۍ سره وويل:«ژوندۍ دي وي وینزویلا، ژوندی دي وي د ازادۍ اتل سیمون بولیوار، ژوندی دي وي د بولیویا انقلاب!»

د بلي خوا بیا دده حریف او د اپوزیسیون کاندید هینریکو کاپریلیس د جمهوري رياست په دغو ټاکنو کي خپله ماته ومنله. ده وویل چي زه د خلکو غوښتنو ته دروناوی کوم، زه به بیا هم د دغه هیواد له پاره خپل کار ته دوام ورکړم ، چي په وینزیویلا کي حالت ښه سي:

«څوک چي د انتخاباتو د گټلو په معنی پوهیږي نو هغه باید یو وار ماته هم وخوري. زه یو دیموکرات سړی یم. زه د اولس پرېکړي ته غاړه اږدم او هغه منم.»

د یکشنبې انتخابات د هوگو چاویز له پاره د ده د جمهوري رياست په دوره کي تر ټولو سخت انتخابات ول. د ټولپوښتني له مخي د هغه سیال۴۰ کلن هنریکو کاپریلیس هم په دغه ټاکنيزه مبارزه کي ډېر مخته وو او له ده سره ئې ډېر لږ تفاوت درلود. د یکشنبې د ورځي په سهار معلومه سوه چي ډېری خلک په دغو انتخاباتو کي برخه اخلي.

کاپریلیس د نزدې دیرشو مخالفو گوندونو په نمایندگۍ کاندید سوی وو. دغه راز له دغو گوندونو څخه څلورو نورو کاندیدانو هم هڅه کوله چي له چاویز څخه قدرت تر لاسه کړي.

په ټاکنو کي د چاويز سيال هينريک کاپريليس
په ټاکنو کي د چاويز سيال هينريک کاپريليسانځور: Reuters

خو اوسني جمهور رئیس۵۸ کلن هوگو چاویز د وروستیو نظر پوښتنو له مخي ډېري رايي گټلي دي.

د دغو انتخاباتو په جریان کي سخت امنیتي تدابیر نیول سوي ول. نزدې۱۳۹زرو سرتېرو هڅه کوله چي د خلکو امنیت ونیسي. د الکهولو خرڅلاو د دوشنبې تر سهاره پوري منع اعلان سوی وو.

دغو انتخاباتو شاوخوا ۱۹میلیونه انسانان رابلل سوي ول. اصلاً خلکو اجازه درلوده چي د ځايي وخت پر ۱۲نیمو بجو خپلي رايي ورکړي، خو د هغو تعداد ډېر زیات او د رایو ورکولو لړۍ تر نامعلوم وخت پوري دوام پیدا کړ. په ۱۳زره اته سوه انتخاباتي حوزو کي مخکي له مخکي لا د خلکو کتارونه جوړ سوي ول.

د چاوویز پلویان سهار وختي لا د کاراکاس سړکونو ته را وتلي ول او له خلکو څخه ئې غوښتل چي خپلي رايي ورکړي. چاویز چي روغتيايي حالت ئې دونه ښه هم نه دئ دغه انتخابات وگټل او په عین حال کي ئې له خپلو مخالفینو څخه دا غوښتنه هم وکړه چي د دغو ټاکنو نتایج باید ومني.

ميروسلاو/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زیارمل