1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هير سوي کډوال

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ مهر ۴, پنجشنبه

له آلمان څخه هر کال په زرهاوو هغه کډوال چي په دغه هيواد کي يې د پنا غوښتني غوښتنليکونه و نه منل سي بيرته خپلو هيوادونو ته استول کيږي. د آلمان د کورنيو چارو وزارت په حواله په روان کال کي ۶۶۳۲ کډوال ايستل سوي دي.

https://p.dw.com/p/19osx
انځور: picture-alliance/ZB

له دغو کسانو څخه يو هم ۱۵ کلن انور ناسو وو چې یوه ورځ د آلمان د نیدر زاکسن ایالت د «گیزن» سېمي پولیس د هغه د استوگنې ځای ته ورغلل او انور یې د هغه له پلار سره یوځای سوریې ته واستاوه. انور او پلار یې د سوریې له یوه مذهبې اقلیت «کوردي یزیدیان» څخه دي. انور وایي کله چې هغوی دمشق ته ورسیدل نو د یوې میاشت او درو ورځو له پاره زندان ته واستول شول. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «زه په زندان کې و ربړول شوم.»

انور او پلار یې د ۲۰۱۱ کال د فبروري میاشتې پر لومړۍ نیټه په داسې حال کې له آلمان څخه بیرته سوریې ته استول شوي ول، چې له ډیر وخت راهیسې د آلمان د بهرنیو چارو په ادارو کې د سوریې د ناوړه بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې کیدې. تر دې مخکې په ۲۰۰۹ کال کې هم ډیر سوریایان له آلمان څخه بیرته خپل هیواد ته استول شوي ول، چې ویل کیږي، دغه کسان سوریې ته تر رسیدو وروسته سمدستې زندانونو ته استول شوي دي.

آیا له سترگو څخه پنا باید له هیره وایستل شي؟

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله د ۲۰۱۳ کال له پیله تر اوسه پورې ۶۶۳۲ کسان بیرته له آلمان څخه خپلو هیوادونو ته استول شوي دي. ځینې یې د انور او د هغه د پلار په شان د پولیسو له خوا په ناڅاپي ډول د هغوی له استوگنځایونو څخه د پولیسو له خوا هوايي ډگر ته بیول شوي او بیا د الوتکې په واسطه بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته استول شوي دي.

په مونشن کي د افغان کډوالو احتجاج
په مونشن کي د افغان کډوالو احتجاجانځور: picture-alliance/dpa

له آلماني سازمان «پرو ازیول» څخه بیرند میسویچ، وايي چې له دغه هیواد څخه د ډیرو کډوالو ايستل، کومه جنجالي خبره نه وي، خو د هغه په اند ایستل شوي کسان ډیر وخت په خپلو هیوادونو کې له ډیر خراب وضعیت سره مخامخ کيږي. بیرند میسویچ چې سازمان یې د پناغوښتونکو له حقوقو څخه دفاع کوي وايي چې د دغه کار لامل دا دی چې آلمان په ډیرو مواردو کې د هغو هیوادونو وضعیت نه څیړي چې پناغوښتونکي ورته بیرته استوي.

خو د کورنیو چارو وزارت یو چارواکی د میسویچ، دغه ادعا ردوي او وایي: «هغو هیوادونو ته چې موږ بیرته پناغوښتونکي استوو، د هغوی وضعیت د کډوالو د ادارې او بهرنیو چارو د ادارې له خوا د جوړو شویو رپوټونو له مخې څیړل کیږي.»

خو بیرند میسویچ نیوکه کوي چې آلمان د پناغوښتونکو تر ردولو او بیرته اصلي هیواد ته د هغوی تر استولو وروسته، د دغو کسانو د برخلیک په اړه نور هیڅ څه هم نه کوي. د آلمان له نظره دغه هیواد د دې کار قانوني مسئولیت هم نه لري. د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي: «داسې فکر کیږي چې کله موږ یو سړۍ بیرته د هغه خپل هیواد ته واستوو، نو د هغه هیواد دولت به د بیرته استول شوي وگړي ساتنه وکړي.»

د آلمان د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي دي چې په ځینو مواردو کې کله چې کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته استول شوي دي، د هغوی په اړه ځیني څیړنې هم شوې دي. خو د آلماني چارواکو په حواله دغه موضوع هم ضروري نه ده، ځکه د آلماني دولتي چارواکي وايي چې یوازې هغو هیوادونو ته کډوال بیرته استول کیږي چې هلته دغه کسان له ربړونې، غیر انساني برخورد او د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو له گواښ سره مخامخ نه وي.

د آلمان د قانون له مخې کډوال یوازې هغو هیوادونو او سیمو ته بیرته استول کیدای شي چې د وژل کیدو، ربړوني او غیر انساني سزا له خطر سره مخامخ نه وي. د احصایو له مخې په ۲۰۱۲ کال کې له آلمان څخه ۸۳۷۶ کسان بیرته خپلو هیوادونو ته استول شوي دي. په دغو کسانو کې د سوریې، افغانستان او عراق وگړي هم شامل ول.

په ۲۰۱۳ کي له آلمان څخه ډیر شمیر ایستل شوي وگړي د سیربیا، مقدونیې او کوسووا وگړي ایستل شوي ول. د «نورد راین ویستفالن» ايالت د کډوالو له شورا څخه فولکر ماریا، وايي چې له آلمان څخه د ایستل شویو کډوالو له جملې څخه ډیر یې په خپلو هیوادونو کې له ستونزو سره مخامخ کيږي. هغه وایي: «د دغو کسانو [له آلمانه څخه د ایستل شويو کسانو] ډیره برخه په خپلو هیوادونو کې په اقلیتونو پورې تړاو لري. په آلمان کې د دوی وضعیت ژغورل کیږي ځکه د هغوی په هيوادونو کي هره ورځ بشري حقونه تر پښو لاندې کیږي.»

له آلمانه د کډوالو د ايستلو پرضد لاريون
له آلمانه د کډوالو د ايستلو پرضد لاريونانځور: picture alliance/dpa

اروپايي هیوادونو ته بیرته د کډوال استول

اوس مهال هم په آلمان کې ډیر داسې کډواله شته چې برخلیک یې روښانه نه دی. د موجوده تړونونو له مخې یو اروپايي هیواد کولای شي چې یو کډوال بیرته هغه اروپايي هیواد ته واستوي چې لومړی ورغلی وو. دا په دې معنی چې د یوه کډوال قانوني مسئولیت پر هغه هیواد باندې لویږي چې لومړی ور رسیدلی وي.

د آلمان د قوانیو له مخې کډوال یوازې په هغه صورت کې لومړي اروپايي هیواد ته استول کیدای شي چې دغه هیواد د کډوالو له پاره امن وي. اوس مهال د ناروې او سويس په گډون ډیر اروپايي هیوادونه د کډوالو له پاره امن گڼل کیږي. خو له ۲۰۰۹ کال راهیسې آلمان یونان ته کډوال بیرته نه استوي. په عین حال کې په ډیرو مواردو کې ایټالیا او هنگري ته هم د کډوالو له استولو څخه ډډه شوې ده.

د سوریې د کورنۍ جگړې له پیلیدو سره دغه هیواد ته هم د کډوالو په بیا استولو کې کمښت راغلی دی. د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله د ۲۰۱۱ کال له اپریل میاشتي راهیسې یې کډوال بیرته سوریې ته نه دي استولي.

انور او پلار یې هم څو اوونۍ مخکې د ترکیې او بلغاریا له لارې یو ځل بیا خپل ځانونه آلمان ته رسولي دي. اوس هغوی په آلمان کې په رسمي ډول د کډوالو په توگه په رسمیت پیژندل شوي دي.