1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هيلاري کلينتن د ASEAN د سازمان په کنفرانس کښي

۱۳۸۸ تیر ۳۱, چهارشنبه

دامريکا خارجه وزيره ددغه سازمان د غونډي په مناسبت دتايلنډ دپوکيټ جزيرې ته رسيدلي ده ،چيري چه د هغه خارجه وزيران په سيمه ايز امنيتي کنفرانس کښي برخه اخلي ...

https://p.dw.com/p/IvBq
په پوکيټ کښي د ASEAN د سازمان د خارجه وزيرانو غونډه
په پوکيټ کښي د ASEAN د سازمان د خارجه وزيرانو غونډهانځور: AP

د تايلنډ په ټورسټي جزيره پوکيټ کښي د ASEAN د سازمان دخارجه وزيرانو غونډي ته دامريکا د خارجه وزيري هيلاري کلينتن دورتګ دمخه ،دې د برما نظامي حکومت ته د يوې ګډي همکارۍ وړانديز وکۍ . دې وويل ،مګر پدې شرط چه د هغه ځای نظامي خونتا قاطع قدمونه پورته کي .

د امريکا دمتحده ايالاتو خارجه وزيري هيلاري کلينتن د نوبل د جايزې د ګټونکي سان سو کي سره د سمي رويې غوښتنه وکړل ،او سربيره پر دې بايد په برما کښي داقليتو په مقابل کي تشدد ته خاتمه ورکول سي .

دې اضافه کړل ، «موږ کوښښ وکۍ هم مستقيمأ او هم زموږ ددوستو هيوادو د لاري پر برماباندي فشار راوړو . موږ په واضح ډول څرګنده کړل،چه موږ د سان سوکي سره عادلانه او سمه معامله کول غواړو . او موږ د سان سوکي په مقابل کي د برماد حکومت د معاملې ډول او شکل وغندۍ . موږ ددې سره معامله او چلند بې معنی او د منلو وړ نه بولو . »

د ASEAN د سازمان غړو دولتو هم پر خپل غړي هيواد برما باندي فشار راوړي دی . تر ټولو سخت د اندونيزيا خارجه وزير حسن ويرا يُودا دبرما پر پوځي حکومت انتقاد کړی دی . ده ويلي وه چه که سان سوکي په حبس کښي پاته وي ،نو په راتلونکي کال کښي انتخابات نسي کيدلای حقيقي او آزاد وي .

د برما مخالفه رهبره سان سو کي چه د تيرو 20کلو څخه يې تقريبأ 14 کاله په نظربندۍ کښي تير کړي دي ،اوس د نظربندۍ د مقرراتو څخه د ګماني سرغړوني له کبله محاکمه کيږي . بل سبا جمعه په محکمه کښي ددې وروستۍ دفاعيه پلان سوې ده . د ګرده جهان حکومتو هغه د يوې تمثيلي محاکمې په حيث غندلې ده .

هيلاري کلينتن غواړي په پوکيټ کښي د ASEAN د سازمان دهيوادو د خارجه وزيرانو ،او د جنوب شرقي آسيا د نورو ملګرو هيوادو سره ددوستۍ قراردادونه امضأ کي .

ددغه امنيتي کنفرانس په اجنډأ کښي د نورو تر څنګ د شمالي کوريا پر لانجمن اټومي پروګرام باندي هم خبري کيږي .

د امريکاخارجه وزيري هيلاري کلينتن هم په دغه کنفرانس کښي برخه اخيستې ده
د امريکاخارجه وزيري هيلاري کلينتن هم په دغه کنفرانس کښي برخه اخيستې دهانځور: AP

هيلاري کلينتن پدې اړه وويل ، « شمالي کوريا بايد يوه بله لار انتخاب کي . پدې لار کښي د شمالي کوريا دپاره امکانات موجود دي ،خو هغه بايد خپل رفتار ته تغير ورکي ،او تياری ولري،چه د کوريا په غير اټومي کولو کښي اغيزه وکي . دا پدې معنی چه د کوريا ټوله جزيره نما بايد غير اټومي وګرزي . »

د ASEAN د سازمان د هيوادو خارجه وزيران په تايلنډ کښي د خپلي کتني پر وخت په لسو هيوادو کښي د بشر د حقوقو څخه د څارني د يوه کميسون پر جوړيدو باندي متفق سول . دغه موافقه بايد په اکتوبر کښي ددغه سازمان په سرمشريزه کښي ددولتي او حکومتي مشرانو لخوا امضأ سي .

خو د بشر د حقوقو سازمانونه پر پلان سوي کميسون باندي انتقاد کوي ،اوايي چه هغه ډير لږ قدرت لري چه د بشر د حقوقو د سرغړونو په مقابل کي په برما يا کمونسټي هيوادو ويتنام او يا لاؤس کښي يو څه وکي . ځکه ددغه سازمان هغه پرنسيپ چه د غړو هيوادو په داخلي چارو کښي به مداخله نه کوي ،ددغه کميسون د فعاليتو مخنيوی کوي .

موش،بوروفسکا

کتونکی : محمد قاسم نوري