1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هيلري کلنټن د ناټو اتحاد ته نوې اميدواري او د ګډ کار روحيه راوړل

۱۳۸۷ اسفند ۱۶, جمعه

په بروکسل کښي د پنجشنبې د ورځي د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي ډيري موضوعګاني وې ،چي بايد ورباندي خبري سوي وای ،خو دا وار هر څه پر هيلري کلينټن باندي راڅرخيدل.

https://p.dw.com/p/H6pe
په روکسل کي د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيري هيلري کلنټن ګډون
په روکسل کي د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيري هيلري کلنټن ګډونانځور: AP

د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير په نظر، دې اتحاد ته د ځان سره نوې اميدواري ،او د ګډ کار او همکارۍ روحيه راوړل. پداسي حال کي چي د جمهوررييس بوش پر وخت او خاصتاً د عراق د جګړې پر وخت د امريکا او اروپا تر منځ روابط ډير خراب ول. د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن هم د تغير او تحول احساس کوي.

«زه د يوه ښکاره خبر سره راغلې يم . د امريکا متحده ايالات د ناټو شاته ولاړه دي،او د بارک اوباما حکومت به په جدي ډول ددې کوښښ وکي،چي د ناټو د غړو هيوادو تر منځ په واقعي ډول خبري اتري او ډيالوګ شروع سي. موږ پدې ډير خوشاله يو چي واورو، موږ ستاسي سره مشوره کوو،او ستاسو سره ګډ کار کوو.»

خو خبره د ناټو په منځ کي يوازي پر ښه احساس نده. ناټو يو جدي تصميم هم ونيوۍ، چي آيا د ناټو-روسيې ګډه شورا بيرته په کار شروع وکي. ناټو، د شورا کار په تير اګست کي پر ګرجستان باندي د روسيې‎ تر حملې وروسته قطع کۍ.

د ناټو د ربهرنيو چارو وزيرانو اوس فيصله وکړه چي دغه شوراد وزیرانوپه سطح د امکان تر حده ژر د اپريل په شروع کي د ناټو تر سرمشريزي دمخه بيرته په کار پيل وکي.

د ناټو عمومي منشي دې هوپ سخيفر د هغه دليل د روسيې قدرتمندي و ښودل او زياته يې کړه چي د روسيې سره خبري نه کول ښه انتخاب ندی.

خو د وارسا د پکټ ځينو پخوانيو غړو تشويش هم درلودی. خو په پای کي دې نظر غلبه وکړه،چي دا به ښه وي خپل د نظر اختلاف د خبرو د لاري طرح،او نه دا چي د خبرو او ډيالوګ څخه صرف نظر وسي. د جرمني خارجه وزير فرانک والټر شټاين ماير پر هغه باندي يو بل دليل هم اضافه کړی.

«علاوه پر دې زه فکر کوم چي د ناټو اتحاد د شرقي هيوادو غړي ددې سره علاقه لري ،چي د روسيې‎او امريکا سره چي په تيرو وختو کي ډير تشنج موجود ؤ،په راتلونکي وخت کي کميدلاي سي. او دا کيدای سي په اروپا کښي د ډير امنيت سبب وګرزي.»

دا دټولو په ګټه ده چي ناټو د بيرته نژدې کيدو پر خوا حرکت وکي.دواړه خواوي مثلاً د وسله والو اسلاميسټانو پر ضد مبارزه کوي، لکه په افغانستان کښي.