1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هڅه مو ده چې افغانستان د سیمي په اقتصادي څلور لارې واوړي»

۱۳۹۴ شهریور ۱۳, جمعه

په کابل کې د سیمه ییزو همکاریو اقتصادي یا ریکا، غونډې ته په خپله وینا کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې افغانستان کولای شي د سیمې د هیوادونو د سوداگریزو او ترانزیتي لارو په نښلولو کې مهم نقش ولري.

https://p.dw.com/p/1GRFC
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په کابل کې د ریکا، غونډې ته په خپلو څرگندونو کې وویل، که څه هم افغانستان د ریکا د مخکنیو غونډو له عملي پایلو څخه راضي نه دی خو پر دې یې ټینگار وکړ چې دغسې غونډې په سیمه کې د گټورو پروژو د تطبیقیدو له پاره د عملي ژمنو لاس ته راوړلو یوازینۍ لاره ده.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په خپلو څرگندونو کې د سیمې د هیوادونو له ژمنو، ملاتړ او پانگونو څخه مننه وکړه. د سیمې له هیوادونو څخه د افغانستان مهمه غوښتنه هغو تعهداتو ته ژمن پاتې کیدل دي چې تر دې د مخه یې د سترو اقتصادي لکه د بریښنا د «کاسا ۱۰۰۰» او د «تاپي» په نوم د گاز د پروژو د تطبیقیدو له پاره کړې دي.

د افغانستان ولسمشر په خپل هیواد کې ډیر ژر د جگړې د ختمیدو هیله څرگنده کړه، څو افغانستان وکولای شي یو ځل بیا د سیمې د هیوادونو د وصل د نقطې په توگه خپل پخوانی ځای خپل کړي.

ولسمشر غني په خپلو څرگندونو کې له منځنۍ آسیا څخه سویلي آسیا ته د گاز د انتقال پروژې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په پام کې ده چې دغه پروژه د سیمې د خلکو په ژوندانه کې د ښه والي د رامنځ ته کیدو زمینه برابره کړي: «موږ غواړو چې پایپ لاینونه له خپلو گاونډیو راتیر کړو، څو په سیمه کې د انرژۍ د انتقال صنعت پیل کړو.»

امنیت اساسی شرط دی

د سارک عمومي رئيس احمد سلیم د اقتصاد په وده کې د افغانستان نقش مهم وباله. هغه وویل چې افغانستان په سیمه کې د څلور لارې نقش لري او کولای شي آسیایي هیوادونه له یو بل سره ونښلوي. نوموړي په خپلو څرگندونو کې زیاته کړه چې د سیمې د اقتصاد د ودې له پاره منظم پروگرامونه شته او په وینا یې په پام کې ده چې سارک په سیمه کې آزاده تجارتي سیمه رامنځ ته کړي. هغه په خپلو خبرو کې د ځمکني ترانسپورت د پراخیدو پر سر ټینگار وکړ.

د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سوجاتا مهتا، په دغه غونډه کې د سیمې له هیوادونو څخه وغوښتل چې په خپلو ژمنو عمل وکړي. هغه وویل چې د افغانستان خلک نه شي کولای کلونه، کلونه انتظار وکړي. د هغه په خبره افغانستان د آسیا د سوداگرۍ او ترانزیت شبکې په زړه کې ځای لري او سیمه له یو بل سره وصلوي. هغه وویل چې په افغانستان کې له اقتصادي ظرفیتونو څخه استفاده ډیرې لږې پانگونې ته اړتیا لري او په وینا یې دا هیواد کولای شي چې د کانونو د استخراج له لاري ډیر ژر په خپلو پښو ودریږي.

د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل چې هیواد یې هیله من دی چې د افغانستان لارۍ موټرې وکولای شي د واگه او چابهار د بندرونو له لارې هند ته خپل صادرات ډیر کړي. خو هغه په خپلو څرگندونو کې پر دې باندې ټینگار وکړ تر څو چې په افغانستان کې تل پاتی امن رامنځ ته نه شي د سیمه ییزو پروژو موفقیت به گران کار وي. هغه وویل تر څو چې په سیمه کې تروریزم او افراطیت ماتې نه وي خوړلې، سترو اقتصادي اهدافو ته به رسیدل ناممکنه وي.

د سیمې د هیوادونو وصلول

د افغانستان ولسمشر په دغه غونډه کې وویل چې په پام کې ده افغانستان د سیمي هیوادونه د اورگاډي د پټلۍ له لارې سره وصل کړي: «د سیمې د اورگاډي د پټلۍ په هکله مطالعه په گړندۍ توگه تر کار لاندې ده. موږ له ازبکستان سره وصل شوی یو. موږ له تاجکستان او ترکمنستان سره د دغه پټلۍ پر وصلیدو کار کوو او همداشان هڅه کوو چې ایران هم له دې پروژې سره وصل شي.»

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني د ریکا، له پریکړو څخه ملاتړ څرگند کړ او ویې ویل چې هیواد یې د چابهار د بندر له لارې افغانستان ته د آزاد تجارت زمینه برابروي. هغه پر دې باندې ټینگار وکړ چې د اقتصادي فرصتونو رامنځ ته کول به د سیمې د ثبات او امنیت د ښه کیدو سبب وگرځي.