1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لومړي اتومي برید د ناورین کالیزه

۱۳۹۱ مرداد ۱۹, پنجشنبه

امریکا د ۱۹۴۵ کال د جولای په ۶مه نیټه د هیروشیما او د همدې میاشتې پر ۹مه نیټه پر ناګاساکي اتومي بمونه وغورځول. د دغو ورځو د یادون د کالیزې په مناسبت له اتومي وسلو او انرژۍ څخه د لاس اخیستو غږ وشو.

https://p.dw.com/p/15n8r
انځور: picture-alliance/dpa

ناګاساکي د جاپان هغه ټاټوبی دﺉ چې اروپایانو د ۱۶ میلادي پیړۍ په نیمایي کې ورته ځان رسولی وو. په هغه وخت کې جاپاني کب نیونکو دغو پردیو ته چې ډیری ئې پرتګالیان ول د میلمنمو په توګه هرکلی ووایه . د دغه هرکلي په بدل کې پرتګالیانو جاپانیانو ته یو څو توپک د سوغات په توګه ورکړل. دا هغه وسله وه چې په هغه وخت کې ورسره جاپانیان اشنا نه ول.

د جاپان د «ایدو» نومي امپراطور تر زمانې پورې چې له بهرنۍ نړۍ سره راشه درشه تر سخت کنترول لاندی وه، د ناګاساکي د دیجیما ټاپو یوازینی ځای وو چې پکښې هالندي سوداګرو له جاپانیانو سره د کار او بار اړیکې لرلي.

خو دوهمې نړیوالې جګړې د نړۍ د دغې سوله ییزې سیمې بڼه بدله کړه. د ۱۹۴۵ کال د جولای پر شپږمه نیټه پر هیروشیما او په نهمه پر ناګاساکي باندې د نړی لومړي اتومي بمونه وغورځول شول. د امریکا متحده ایالاتو له خوا د دغو دوو بمونو استعمال تر نن ورځې پورې د یو ستر بشري ناورین په توګه ګڼل کیږي چې اثرات او اغیزې ئې تر اوسه پورې هم په سیمه کې پاتې دي.

یو جاپانی سرتیری چې له دغو حملو څخه ژوندی پاتې شوې دئ دغه ناروین هیڅکله نه هیروی. هغه وایي: «زه په هغه وخت کې د ناګاساکي د اورګاډي په یو تم ځای کې د هوایي قوې ضد سرتیری وم. ما فکر کاوه چې لمر له آسمان څخه رالوېدلی دئ. رڼایي لکه د تندر یوه بریښنا وه. له هغې وروسته چادونې وشوي. ما فکر کاوه چې ټول اسمان زموږ پر سر رالوېږي. د یو ملګري سرتیري چیغې می اوریدلې چی ویل ئې راشئ له ما سره مرسته وکړي، زه لګیدلی یم. جامو ئې اور اخیستی وو، هغه کښته او پورته منډې وهلې او چیغې به ئې وهلي. لکه روغ لیونی شوی چي به وي.»

دغه چاپانی سرتیری پخپله خاطره کې وایي چې هغه داسې فکر کاوه چې د ناګاساکي پر ځمکه باندې دوزخ جوړ شوی دئ. د امریکایانو د بمونو د حملو اصلي هدف د «کوکورا» ښار وو چې د ناګاساکي په پرتله د جاپان د وسلو د صنعت زیاتې فابریکې پکښې پرتې وي.

خو خرابې هوا پر دغه ښار باندې د بمب د غورځولو مخه ونیوله. امریکایي پیلوت تصمیم ونیو چې هغه پر ناګاساکي باندی واچوي. خو په ناگاساکي کې هم هوا وریځ وه او بم د دې پر ځای چې د وسلو پر فابریکو باندې ولویږي، د خلکو د هستوګنو پر کورونو باندې ولوید.

د ناګاساکي ښاروال تومیهیسا تاوي، د نوموړي ناورین د یادون د کالیزې په مناسبت په خپله وینا کې وویل: «نن په ټوله نړۍ کې ۱۹ زره اتومي بمونه موجود دي. په ټوله نړۍ کې انسانان له ویرې سره ژوند کوي چې نه شي اتومي جګړه پیل شي. ځوان نسل باید په دې لاره کې خپلې هڅې زیاتې کړي او داسې یوه نړۍ رامنځ ته کړي چې پکښې اتومي وسلې نه وي.»

د دغو اتومي حملو په لومړي سر کې ۲۲ زرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. څو میاشتې وروسته د هغوی شمیر څه د پاسه ۷۰ زرو ته ورسید. نن هم د دغو اتومي حملو په نتیجه کې ناروغه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش