1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هیلري او ترمپ په نیویارک کې خپله بریا اعلان کړې

آژانسونه۱۳۹۵ اردیبهشت ۱, چهارشنبه

هیلري کلنتن او دونالد ترمپ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشري ټاکنو له پاره په ګوندي سیالیو کې په نیویارک کې بریا ترلاسه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په زرهاو کسانو په ټاکنو له بې نظمې څخه شکایت کړی دی.

https://p.dw.com/p/1IYpP
انځور: Getty Images/AFP/J. Samad/T.A. Clary

په دې ترتیب سره د دیموکراتانو په ډله کې کلنتن خپل سیال برني سندرس او د جمهوري غوښتونکو په ډله کې دونالد ترامپ خپل سیال تید کروز ته ماتې ورکړې ده.

ترمپ د ۷۵ سلنه شمیرل شویو رایو له ډلې څخه ۶۰ سنله خپلې کړي دي. په دې ترتیب سره هغه د نویارک ټول ۹۵ استازي یا هم ډیره برخه يې ګټلی شي.

هغه د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر معلومیدو وروسته خپلو پلویانو ته وویل: «د هغه څه له مخې چې زه یې په تلویزیونونو کې وینم داسې ښکاري چې نور نو لومړنۍ سیالۍ پای ته رسیدلي دي.»

خو تر دې بریا وروسته هم لا روښانه نه ده چې په ولسمشریزو ټاکنو کې به دونالد ترمپ د جمهوري غوښتونکو نوماند وي او که نه. د دې موضوع یو لوی لامل دا دی چې ډیر شمیر جمهوري غوښتونکي او فعالان د هغه پر خلاف دي او نه غواړي چې دی یې په ټاکنو کې د ګوند استازيیوب وکړي.

له بلې خوا بیا د دیموکراتانو په ډله کې هیلري کلنتن، د نیویارک سیالیو له ګټلو سره، د دغه ګوند په استازیتوب خپلې نوماندې ته لا نزدې شوه. هغې وویل چې له دې سره «بریا لا نزدې شوې ده».

خو د کلنتن سیال سندرس، اوس هم د دې هیله لري چې د دیموکراتانو نوماندي خپله کړي. هغه د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ د بریا ترلاسه کولو چانس لرو. موږ په تیرو ۱۱ میاشتو کې ډیر پرمختګ کړی دی او موږ به د دې بهیر تر پایه پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د نیویارک په ګوندي سیالیو کې د ډیرو بینظمیو رپوت هم ورکړل شوی دی. په سلهاو کسانو د دې ځای لوی څارنوال ته خپل شکایتونه رسولی دی او په عین حال کې داسې رپوټونه هم شته چې په د زرهاو کسانو نومونه د رای اچوونې له نوملړ څخه ایستل شوي وو. اوس په سیالیو کې د بینظمیو په اړه څیړنې په لاره اچول شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب