1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هیلري کلنټن د سږو په ناروغۍ اخته سوې

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۲۲, دوشنبه

هیلري کلنټن د سپټمبر ۱۱ په اړه جوړه شوې غونډه کې له ناروغیدو وروسته، له غونډې ووته. پر انترنټي پاڼو خپره شوې یوه ویډیو ښيي چې هغه په لاره نشي تلای او موټر ته د پورته کیدو له پاره ورسره مرسته کیږي.

https://p.dw.com/p/1K0MP
New York Clinton nach Schwächeanfall
انځور: Reuters/B. Snyder

د سپټمر ۱۱ پیښې د یاد غوڼدې په ترڅ کې د امریکا د ولسمشرۍ له پاره د جمهوري غوښتونکو نوماندې هیلیري کلنټن، د ناروغۍ تر احساس کولو وروسته، غونډه تر پای ته رسیدو مخکې پریښوده.

اوس د هغې ډاکټر وايي چې کلنټن د سږو ناروغي لري. د همدې پیښې له امله د هغې د کمپاین ډلې پریکړه وکړه چې د کلنټن د کمپاین یوه غونډه هم وځنډوي.

د هیلري کلنټن روغتیايي حالت د امریکا د ولسمشرۍ ټولټاکنو په لړ کې د تیرې یکشنبې په ورځ د سپټمبر ۱۱ پیښې په اړه په جوړو شویو مراسمو کې ډیر خراب شو او بیا د هغې ډاکټر وویل چې کلنټن د سږو په ناروغۍ اخته سوې ده.

کلنټن د سپټمبر ۱۱ پیښې په یاد غونډه کې له ګډون ۹۰ دقیقی وروسته له غونډې ووتله. د هغې د کمپاین ډلې په حواله ځکه چې کلنټن «د زیاتې تبې» احساس وکړ. د انترنټي پاڼو په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کيږې چې ۶۸ کلنه کلنټن په لاره سمه نه شي تلای او موټر ته د ختلو لپاره ورسره مرسته کیدله څو په نیویارک کې د خپلې لور کور ته انتقال شي.

د کلنټن ډاکټر، لیزا باردک په یوه اعلامیه کې وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره د تیرې جمعې په ورځ وروسته له هغې چې د حساسیت له امله ټوخیدله، معلومه شوه چې د سږو په ناروغۍ اخته سوې ده.

باردک وویل: «کلنټن د حساسیت له امله ټوخیږي. د جمعې په ورځ د هغې د دوامداره ټوخي په اړه له معایناتو وروسته څرګنده شوه چې هغه د سږو تکلیف لري.»

هغه زیاتوي چې کلنټن ته انټي بیوتیک ورکړل شوي دي او هغه ته د خپل کارونو د مهالویش د بدلون او آرام وړاندیز شوی دی.

د دوشنبې سهار په غونډه کې د هغې د بدن اوبه کمې شوي او د بدن تودوخه یې ډیره لوړه شوې وه. هغه وايي چې ما معاینه کړه او د هغې د بدن اوبه پوره شوي او په چټکی سره د رغیدو په حال کې ده.

وروسته له څو ساعتونو کلنټن د خپلې لور له کور څخه راووتله او خلکو ته یې ویل چې اوس ډیره ښه ده. له هغې وروسته هغه بیا خپل کور ته چې په چپاکوی کې دی او د نیویارک شمال ته په ۵۰ کلومترۍ کې پورت دی، ولاړه.

د کلنټن د کمپاین ډلې وویل چې د ناروغۍ له امله د هغې راتلونکې ناسته چې په کلفورنیا کې وه، ځنډول شوې ده. په پام کې وه چې هغه د دوشنبې په ورځ د کلفورنیا ایالت ته د کمپاین لپاره د مصارفو د ټولو په موخه سفر وکړي.

د روانې میاشتې په سر کې هغه مهال چې هیلري کلنټن د کمپاین په یوه غونډه کې ډیره وټوخیده، دغه دویمه پیښه ده. د لمړنۍ پیښې وروسته ډونلډ ټرمپ او د هغه پلویانو پر هیلري کلنټن تور پورې کړ چې ګواکې له سختې ناروغۍ سره لاس او ګریوان ده او د ولسمشرې په توګه یې روغتايي حالت ښه نه دی.

دغه تورونه په ډیره بیا د کلنټن هغې پیښې سره تړل کیږي، په کومه کې چې کلنټن د ۲۰۱۲م کال د ډسمبر په میاشت کې بې هوشه شوه او له لویدو وروسته یې د لنډې مودې لپاره هر څه دوه دانې لیدل او د مغزو او کوپړۍ ترمنځ یې وینه را ټوله شوې وه.

د هغې ډاکټرانو ویلي وو چې هغه په بشپړه توګه روغه ده. هغوی همدا راز ویلي وو چې کلنټن د رګونو ستونزه لري او د وینې د نري کولو درمل ورکړل شوي ترڅو په بدن کې یې وینه سخته نشي.

د ولسمشرۍ د نوماندانو له ډلې څخه هیڅ یوه هم تر اوسه خپل روغتیايي اسناد نه دي خپاره کړي. ټرمپ چې ۷۰ کلن دي د خپل ډاکټر یو لیک خپور کړی وو چې پکې ویل شوي وو چې هغه «په نړۍ کې ترټولو د ښه صحت لرونکی کس دی چې ځان ولسمشری ته نوماندوي».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب