1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هېر شوي ماشومان

۱۳۸۵ دی ۲۰, چهارشنبه

هغه ماشومان چې د غزې په ترړانگوکې ژوندکوي، د » هيرشويو ماشومانو « په نوم هم ياديږي. ځوان انسانان چې په هواکې د ټانکونو د ډزو د انگازوپه شيبوکې هڅه کوي چې، په نه ليدل کيدونکوموجوداتو بدل شي. هغه انسانان چې له خپلوکورنيواوملگروسره ځانونه په کنډوالوکې پټوي.

https://p.dw.com/p/DMr3
يو فلسطيني ماشوم د اسامه بن لادن عکس په لاس کې گرځوي
يو فلسطيني ماشوم د اسامه بن لادن عکس په لاس کې گرځويانځور: AP

دا داسي ماشومان دي، کوموچې چپ پاتې کيدل زده کړيدي.

د غزې په ترړانگوکې 838000 تنه ماشومان او نوي ځلميان ژوند کوي. د غزې د ترړانگو د ټولو اوسيدونکو ترنيمايي لالويه برخه تر 18 کلونو لالږ عمرلري. يوه سيمه چې ترفلسطينۍ ادارې لاندې ده او د هوا او اوبو په شان يې د شمال او ختيځ پولې، د اسرائيلي پوځ لخوا کنترول کيږي.

اتيا په سلو کې ماشومان روحي ستونزي لري

يوه فلسطينۍ ژورناليسته ليکي: » د غزې ترړانگې يو سرخلاصی زندان دی. «
د يوې خيريه ټولنې يوکارکونکی وايي: » د غزې ترړانگې يوه داسې تړلې فضاده چې په هغې کې د ژوند کولوتصور د ناروغه کونکې ويرې د مينځته راتلو سبب کيږي. «
د ملگروملتونوله ماشومانوسره د مرسته کونکې ټولنې يونيسف د څرگندونوله مخې، د غزې د ترړانگو تقريبا اتيا په سلو کې ماشومان د روحي ستونزوله امله ځوريږي، ځکه چې ژوبل شوي، ځکه چې د هغوۍ مخې ته انسانان وژل شويدي. هغوۍ د شپې لخوا ډارونکي خوبونه ويني او د ويرې څپې پرې راځي.