1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هېګل او شريف پر افغانستان باندي خبري کړي دي

احمد ولي اڅکزی/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۱۸, دوشنبه

د امريکا متحده ايالتو د دفاع وزير چاک هېگل د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره پر افغانستان او بې پيلوټه الوتکو باندي خبري وکړې. هيگل د پاکستان له نوي لوی درستيز سره هم ملاقات کوي.

https://p.dw.com/p/1AVRG
انځور: picture-alliance/dpa

چاک هېگل په داسي حال کي اسلام آباد ته يو ورځنی سفر کوي چي د واشنگټن او اسلام آباد تر منځ اړيکي ترينګلي دي. په افغانستان کي روانه جګړه او په پاکستان کي د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د دواړو هيوادونو تر منځ جنجالي موضوعات دي.

په عيني حال کي د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو پر ضد د احتجاج په توگه په افغانستان کي امريکايي او ناټو ځواکونو ته پر اکمالاتي کتارونو باندي لاره بنده کړې ده.

د پاکستان لومړي وزير نوازشريف د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال دسمبر ۹) له چاک هېگل سره د کتنې پر مهال د افغانستان «د سولي پروسې» په اړه خپل هوډ بيا تکرار کړی دی. د پاکستان د حکومت له خوا په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي دي چي «لومړي وزير د امريکايي بې پيلوټه الوتکو له خوا د بريدونو د دوام له کبله خپلي ژوري اندېښنې څرگندي کړې. هغه وويل چي دغه بريدونه د ترهگرۍ په وړاندي زموږ هلو ځلو ته زيان رسوي.»

د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو دفاع کړې ده. هغه وايي چي په دغه قانوني اوزار سره د القاعدې د ترهگرو پر ضد مؤثره مبارزه کيږي. له بله اړخه پاکستان او د بشر د حقونو سازمانونه وايي چي په دغو بريدونو کي گڼ شمېر بې گناه خلک وژل سوي دي.

چاک هېگل له نوازشريف سره د ليدنې پر وخت وويل چي «پاکستان او افغانستان ډېري مشترکي دلچسپۍ لري.» هېگل وويل چي له شريف سره د سيمه ييزه موضوعاتو پر سر و خبرواترو ته ليوال دی.

امريکايي چارواکو ويلي دي چي هېگل په خپل سفر سره د ترهگرۍ پر ضد جگړه کي د پاکستان ستاينه کړې ده. زياته سوې ده چي هېگل و پاکستان ته د پوځي مرستو په اړه هم ډاډ ورکړی دی. امريکايي چارواکو ويلي دي چي د پاکستان او امريکا تر منځ اړيکو لږ زيانمني سوي دي خو د زيانونو د له منځه وړلو له پاره به يې هڅې دوام ولري.

له تيرو څلور کلنو راهيسي دا لومړی ځل دی چي د امريکا د دفاع وزير پاکستان ته سفر کوي. د هيگل په يو ورځني سفر کي د پاکستان د نوي لوی درستيز جنرال راحيل شريف سره ليدنه هم پلان سوې ده. جنرال شريف د پاکستاني طالبانو په وړاندي په جگړه کي مهم رول لوبولی دی.