واشنګتن له طالبانو سره په خبرو اترو کي ګډون نه لري
۱۳۸۹ مهر ۲۰, سهشنبهمتحده ايالات باور لري چي د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو په هکله رپوټونو کي څه افراط شوی دی. دا خبره د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد هولبروک پرون په برلين وکړه.
د هولبروک دغه تبصره وروسته له هغی عنوان شوه چي ولسمشر حامد کرزي له يو امريکايي تلويزوني شبکي سره په يوه مرکه کي د خپل حکومت او د طالبانو ترمنځ پر«غير رسمي» تماسونواعتراف وکړ.
هولبروک وويل چي کرزي څرګنده کړه چي د هغه حکومت له يو شمير طالبانو سره دوامداره اړيکي درلودلي. د متحده ايالاتو نوموړي استازي پرون د آلمان په پلازمينه برلين کي خبريالانو ته وويل: « دا رپوټونه د واقعيت له حد څخه يی ډير وړاندي پښه ايښی ده. دا د دي مياشتي په زړه پوري موضوع ده چي مطبوعات پري ليکني وکړي.»
واشنګتن پست تيره اوني رپوټ ورکړ چي د طالبانو استازو چي په لیدنو کتنو کي یی برخه اخيستي ده، د دي صلاحيت درلود چي د« کوټي شورا» په استازيتوب خبري وکړي. دا هغه يوه شورا ده چي ويل کيږي د پاکستان په کوټه کي مقر لري او مشري يي د ملا محمد عمر په غاړه ده.
د متحده ايالاتو يو لوړ پوړي چارواکي په واشنګتن کي دا خبره تصديق کړه چي په دي وروستيو څو مياشتو کي د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ يو لړ«جدي تماسونه» شوي دي.
متحده ايالات د روغي جوړي له هغو هڅو څخه ملاتړ کوي چي د افغانستان 9 کلني جګړه چي د 150 زره بهرنيو ځواکونو د شته والي سره سره ورځ په ورځ بدورګي کيږي، پاي ته ورسوي.
جمهور رييس بارک اوباما د نومبر په مياشت کي د کانګرس له ټاکنو سره مخامخ دی او د هغه ناتو متحدين په خپلو هيوادونو کي تر فشار لاندي دي ترڅو د افغانستان جګړي ته خاتمه ورکړي او خپل سرتيري بيرته راوغواړي. تر اوسه پوري په دغی جګړی کي څه د پاسه 2000 بهرنيو سرتيرو خپل ژوند له لاسه ورکړي دی.
د متحده ايالاتو ځانګړي استازي، هولبروک وويل چي واشنګتن له طالبانو سره د روغي جوړي په خبرواترو کي ګډون نه لري، خو له هغو څخه تر هغي کچي ملاتړ کوي چي «هغوي» يعني طالبان د افغانستان نوي سياسي سيستم ومني، له القاعدي سره اړيکي وشلوي، خپلي وسلي په ځمکه کيږدي او د افغانستان اساسي قانون ومني، خصوصا د ښځو لپاره خوندي شوو حقونو ته درناوي ولري.
هغه وويل: « که چيري دغه کسان دا کار وکړي نو د هغوي پر مخ غيږ پرانيستي ده.»
رويتر/عبدالباري حکيم
کتونکي:نسيم صابر