1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګټن ته د داليلاما د سفر له امله د چين او امريکا په اړيکو کي تيارې ښکاري

۱۳۸۸ بهمن ۲۹, پنجشنبه

د ورځپاڼو په سرټکو کښي چين ته د «تعرض لوی قدرت »لقب ورکول سوی دی ، چه د واشنګټن سره د څه وخت راهيسي د بين امللي اقتصادي نظم پر سر اختلاف لري...

https://p.dw.com/p/M4iE
د تيبت روحاني مشر داليلاما او د امريکا جمهوررييس بارک اوباما
د تيبت روحاني مشر داليلاما او د امريکا جمهوررييس بارک اوباماانځور: AP / AP /Montage

خو دا کومه د وارخطايي خبره نده. د تبت بودايي روحاني رهبر داليلاما د امريکا دمتحده ايالاتو د جمهوررييس بارک اوباما ليدو ته ورځي ، او چين د هغه په خاطر اخطار ورکوي.

پيکينګ د واشنګټن څخه ددوو موضوع ګانو سره د چلند په خاطر خوابدی دی . د تايوان اوتبت پر سر.چين د بارک اوباما څخه غواړي چه د داليلاما سره ونه ګوري ، په غير دهغه به يې د امريکا سره په مناسباتو کښي تغير راسي .

د ورځپاڼو په سرټکو کښي چين ته د «تعرض لوی قدرت »لقب ورکول سوی دی ، چه د واشنګټن سره د څه وخت راهيسي د بين امللي اقتصادي نظم پر سر اختلاف لري . خو دغه ډول خوابدۍ مؤقتي دي . دلته زيادتره د قدرت ازمايښ دی ، چه غواړي دواړه خواوي يو څه اضافه پلاس راوړي ، خو پدې شرط چه دوی په سوله کښي ګډ کار سره وکي.

د چين او امريکا تر منځ اخطارونه سره ورکول په 70 مو کلو کښي د نيکسن / ماؤو په زمانه کښي لا رامنځته سوي دي . خو تر يوې لږ خوابدۍ وروسته بيرته ددواړو خواوو په منځ کښي ډير زيات تجارتي روابط رامنځته سوي دي .

امريکا د چين د مالونو د خرڅلاو ډير لوی مارکيټ دی ، او چين بيا د امريکايي بانکو تر ټولو لوی پانګه اچونکی دی . لنډه داچه ددواړو خواوو تر منځ اقتصادي روابط دونه سره نغښتي دي ، چه نه امريکا او نه هم چين په جدي ډول د هغه خرابول غواړي .

خو تر بين امللي اقتصادي بحران وروسته يو څه حالت تغير خوړلی دی . په چين کښي د بانکو بحران رامنځته نسو ، هغه څه چه اوسنی لوی اقتصادي قدرت او پخوانۍ امپراطوري قوي کوي . چه طبعأ د قدرت د زياتيدو تخيل نور هم زيادتوي .

د چين د ثابت سوي ښه اقتصادي پروګرام په نتيجه کښي ددغه هيواد تجاران او اقتصادي شرکتونه هم تقويه کيږي ، او هغوی بيا په زيادتيدونکي ډول سره د امريکاد متحده ايالاتو په مقابل کي اقتصادي جزايي تدابير غواړي . خو دوی غلط فکر کوي ، ځکه چه هيڅ غربي هيواد تر اوسه پوري د تبت استقلال نه دی غوښتي ، حتی داليلاما هم يووار د هغه غوښتنه نده کړې .

که چين واقعأ امريکا پدې سره جزايي کي، چه پر امريکا باندي يې خپلي قرضې او بهاداره اسناد خرڅ کي ، نو ددې څخه وبيريږي،چه قرضې به يې ټولي وسوځل سي . او که د چين رهبري واقعأ امريکايي کمپنياني بايکاټ کي، او شی ځيني را نه نيسي، نو به په آخره کښي مثلأ د چين هوايي شرکتونه پر مځکه ولويږي ، ځکه چه بيله بوينګ د سامان آلاتو او پرزو څخه به په چين کښي يوه الوتکه هم ونه لوزي .

دا نو ځکه د تعجب خبره نده،چه د چين رهبري پر دغه خوابدۍ او اخطارو سربيره ، په بل سر کښي د پخلايني خبري کوي . مثلأ د الوتکو انتقالونکوکښتيانو امريکايي شرکت ديميت د اولي پلا دپاره د هنکانګ په بندر کښي چين ته اجازه ورکړه ، چه هغه وګوري ، چه دا دښه نيت ښکاره کول دي.

Woltersdorf, Adrienne/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل