1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګټن ته میانمار د ولسمشر سفر څه پیغام لري؟

مسعود جهش (مکسیملان هوفمن)۱۳۹۲ اردیبهشت ۳۱, سه‌شنبه

د میانمار یا پخوانۍ برما ولسمشر تین سین، ته په متحده ایالاتو کې د بارک اوباما له خوا په رسمي ډول هرکلی وویل شو. دا په وروستیو ۵۰ کلونو کې متحده ایالاتو ته د برما د یوه دولتي مشر لومړی رسمي سفر دی.

https://p.dw.com/p/18bPh
Myanmar's President Thein Sein arrives at the West Wing of the White House for a meeting with U.S. President Barack Obama in Washington, May 20, 2013. REUTERS/Jason Reed (UNITED STATES - Tags: POLITICS)
Präsident Thein Sein Myanmar Besuch USAانځور: Reuters

۴۷ کاله کیږي چې متحده ایالاتو ته د میانمار یا پخوانۍ برما کوم دولتي مشر رسمي سفر نه دی کړی. سیاسي کارپوهان واشنگټن ته د میانمار د ولسمشر تین سین، د سفر هرکلی کوي او دا یوه تاریخي پېښه بولي.

سین د میانمار لومړي ولسمشر دی چې په وروستیو ۴۷ کلونو کې یې میانمار ته رسمي سفر کړی دی.
سین د میانمار لومړي ولسمشر دی چې په وروستیو ۴۷ کلونو کې یې میانمار ته رسمي سفر کړی دی.انځور: picture-alliance/dpa

په داسې حال کې چې واشنگټن ته د برما د ولسمشر د سفر تود هرکلی شوی دی، خو بیا هم دغه سفر کومې خاصې لاس ته راوړنې نه دي لرلې. ولسمشر اوباما او تین سین، آن په کوم گډ خبري کنفرانس کې هم څرگند نه شول. خو د پردې تر شا متحده ایالاتو له میانمار سره همکارۍ پیل کړې دي چې ډیر لوړ جیوپولیتک ارزښت لري.

د چین سیوری

کله چې سین په ۲۰۱۱ کال کې د میانمار د ولسمشر په توګه وټاکل شو، نو د هغه لومړنی لوی کار د یوه لوی بند د جوړیدو مخنیوی وو. دې کار د متحده ایالاتو پام خپل ځان ته واړوه، ځکه د دغه بند د جوړیدو تر شاه چین وو. د سین دې کار دا خبره څرګنده کړه چې هغه غواړي خپل هیواد د چین له اغیزې څخه لیرې کړي.

متحده ایالاتو له دې موقع څخه گته پورته کړه او له میانمار سره یې د خپلو اړیکو د ښه کولو هڅې پیل کړې. د بند د کار تر دریدو دوه میاشتې وروسته د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنتن، د میانمار د پلازمینې هوایي ډگر ته ورسیده. دغه سیمه له هندوستان سره د میانمار له پولې یوازې ۸۰۰ کیلومتره او د چین له پولې بیا یوازې ۴۰۰ کیلومتره واټن لري.

د آلمان د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعالتو له مرکز څخه د اسیا کارپوه ایرنست باور، وایي چې همدغه موضوع د میانمار جیوپولیتک ارزښت ډیروي. هغه زیاتوي: «میانمار د سویلي او ختیځې اسیا ترمنځ د یوه پل حیثیت لري.» له بلې خوا د میانمار طبیعي زیرمې هم له دغه هیواد سره د اړیکو له ښه کولو سره د لیوالتیا په ښوولو کې پیاوړی نقش لوبوي.

اوباما د برما په برخه کې احتیاط کوي

د اوباما له پاره له میانمار سره اړیکې لرل ګټې لري، خو په عین حال کې باید اوباما له دغه هیواد سره د خپلو اړیکو په ساتلو کې ډیر احتیاط وکړي. اوباما باید له یوې خوا په میانمار کې د دیموکراسي په لور د وړکو پرمختګونو ستاینه وکړي، خو په عین حال کې باید هغه په دغه هیواد کې د ناخوال بشري وضعیت په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړي. د بیلګې په توګه اوس په میانمار کې مسلمانې لږکۍ له ډیر بد بشري وضعیت سره مخامخ دي.

د میانمار ولسمشر هم په متحده ایالاتو کې د خپل سفر پر مهال په خپل هیواد کې د بشري حقونو وضعیت ته اشاره وکړه او د هغه د ښه کولو په اړه یې خبرې وکړې. ولسمشر سین وویل: «موږ باید د خپل ځان له پاره یو نوی ملي هویت رامنځ ته کړو چې لا ډیر کسان په کې ښکیل وي. په دې ملي هویت کې باید د میانمار ټول خلک له بیلابیلو قومي او مذهبي ریښو څخه ښکیل وي. یودایان، عیسویان، هندوان او نور باید خپل ځانونه په دې ملي هویت کې ښکیل وبولي. موږ باید د تبعیض ټول ډولونه له منځه یوسو. موږ باید په دې خبره ځان ډاډه کړو جې نه یوازې د ټولنې په منځ کې تاوتریخوالي ته د پاي تکی کیږدو، بلکې د هغې عاملین هم باید د قانون منګلو ته وسپارو.»

اوس هم ډیر شمیر کسان د میانمار ریفورمونو ته د شک په سترګه ګوري.
اوس هم ډیر شمیر کسان د میانمار ریفورمونو ته د شک په سترګه ګوري.انځور: imago stock&people

له بلې خوا ښاغلی باور د میانمار د راتلونکې په اړه خوشبینه ده. هغه وایي چې ولسمشر سين په رښتینې توګه په خپل هیواد کې د ریفورمونو راوستل غواړي او وروستي اقدامات یې یوازې د امریکا د بندیزونو د لیرې کولو په موخه نه دي کړي.

د اوباما اپوزیسیون او د بشري حقونو سازمانونه پر میانمار باندې د هغه د بشري حقونو د خراب وضعیت له کبله نیوکې کوي. خو پر دې سربیره هم داسې ښکاري چې د اوباما اداره له میانمار سره د نویو اړیکو پیلیدو ته لیواله ده. له بلې خوا باید د میانمار ولسمشر تین سین، هم په لا ډیرو ریفورمونو لاس پورې کړي ترڅو په بشپړه توګه د ټولو امریکایان اعتماد جلب کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب