1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګټن د افغانستان د جمهوري رياست ادعا رد کړه

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله، آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۱۱, دوشنبه

واشنګټن د افغانستان د جمهوري رياست هغه ادعا رد کړه چي ګويا دوی دي پر افغان امنيتي ځواک باندي پوځي تجهيزات بند کړي وي. خو ويلي يې دي که کابل امنيتي تړون لاس ليک نه کړي، په ۲۰۱۴ کال کي به خپل ټول عسکر له دغه هيواده وباسي.

https://p.dw.com/p/1ARU4
انځور: Getty Images

د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د ديسمبر مياشتي لومړۍ) د افغانستان جمهوري رياست د يوې خپرپاڼي په خپرولو سره وويل چي متحده ايالاتو د امنيتي تړون پر لاس ليکولو باندي د فشار راوړلو په خاطر پر افغان امنيتي ځواک باندي تجهيزات بند کړي دي.

خو د امريکا متحده ايالاتو ويلي دي چي په پاکستان کي اکمالاتي ستونزي کيدای سي د سونګ موادو د ځنډ سبب سوي وي.

په کابل کي د ناټو له خوا په خپره سوې بيانيه کي راغلي دي چي پر افغان امنيتي ځواک باندي د سونګ او نور مواد نه دي بند سوي او قراردادونه به په عادي ډول روان وي: «ستونزه د سونګ موادو د انتقال په برخه کی ده. موږ کوښښ کوو چي ټول قراردادونه په همغه شان روان وي لکه روان چي ول.»

د افغانستان او امريکا متحده ايالاتو تر منځ د دوه اړخيز امنيتي تړون د لاس ليکولو پر سر جنجال د کابل او واشنګټن ترمنځ اړيکي نوري هم خړي پړي کړي دي.

کرزي تيره اوونۍ يو وار بيا پر خپلو خبرو باندي ټينګار وکړ او ويې ويل چي له واشنګټن سره به دوه اړخيز امنيتي تړون د راتلونکي کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته لاس ليک سي.

يوه اوونۍ دمخه د حامد کرزي له خوا رابلل سوي مشورتي جرګې هغه ته مشوره ورکړه چي له واشنګټن سره دوه اړخيز امنيتي تړون د روان کال ترپايه پوري لاس لیک کړي، خو کرزی وايي چي د تړون د لاس ليکولو له پاره شرطونه لري.

د کرزي د شرطونو تر ټولو مهم يې د افغانانو پر کورونو باندي د بهرنيو عسکرو د عملیاتو او تلاښيو بندول ښوول سوی دی.

د تيري پنجشنې په ورځ د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کي پر يوه کورباندي د امريکا د بې ټيلوټه الوتکي په بريد کي يو اته کلن کوچنی ووژل سو او دوې تنې ښځي ټپياني سوې.

د دغي پيښي په غبرګون کي افغان ولسمشر حامد کزي وويل: «تر هغه وخته پوري چي د بهرنيو ځواکونو له خوا دغه شان خپلسري اعمال او ظلم ستم روان وي، له امريکا متحده ايالاتو سره امنيتي تړون نه لاس ليکيږي.»

واشنګټن وايي که کرزی د روان کال ترپايه پوري دوه اړخيز امنيتي تړون لاس ليک نه کړي نو دوی مجبوره دي چي د عراق په شان خپل ټول ځواکونه له دغه هيواد څخه وباسي.

د امریکا متحده ايالاتو د ملی امنيت سلا کاري سوزان رايس د تيري دوشنبې په روځ په کابل کي له حامد کرزي سره په ليدنه کتنه کي وويل چي که د روان کال ترپايه پوري امنيتي تړون لاس لیک نه سي واشنګټن مجبوره دی چي خپل ټول ځواکونه له دغه هيواد څخه وباسي.

دغه تړون په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو حضور ته زمينه برابروي. خو د بارک اوباما ادارې تراوسه لا په دې اړه څه نه دي ويلي چي په څه تعداد عسکر به په افغانستان کي پريږدي. پوځي قوماندانانو اوباما ته له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ تنو سرتيرو پوري د پاته کېدو مشوره ورکړې ده.