1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګټن له کابل سره د اړيکو د ښه کولو کوښښ کوي

۱۳۸۹ فروردین ۲۳, دوشنبه

د افغانستان د جمهور رييس حامد کرزي د وروستيو لويديځ ضد څرګندونو سره سره د متحده ايالاتو دو لوړ پوړلو وزيرانو پرون په خپلو تبصرو کي له هغه څخه د دفاع ږغ پورته کړی...

https://p.dw.com/p/MtWA
د امريکا د دفاع او بهرنيو چارو وزيران هيلري کلنټن او رابرت ګېټس
د امريکا د دفاع او بهرنيو چارو وزيران هيلري کلنټن او رابرت ګېټسانځور: AP

کرزي څو ورځي مخکي ويلي ؤ چي بهرنيو قوتونو د افغاسنتان د تير کال د جمهوري رياست په ټاکنو کي د درغليو هڅه وکړې ول.

د کرزي د داسي يادونو سره د کابل او واشنګټن تر منځ د ملګرتيا پر اړيکو باندي له څو ورځو را په دې خوا سيوري پريوتی ؤ. د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينټن او د دفاع وزير رابرت ګېټس په خپلو پرونيو يادونو سره د دغو اړيکو د ښه کولو هڅه وکړه.

مېرمن کلينټن د متحده ايالاتو CBS نومي ټلويزيوني شبکې ته وويل چي د افغانستان جمهور رييس د متحده ايالاتو د هغي د خپلي جملي له مخي « د اعتبار وړ شريک» دی.

د دفاع وزير، ګېټس هم په افغانستان کي د متحده ايالاتو او د ناټو تر مشرۍ لاندي د ځواکونو له عمومي قوماندان سره د کرزي د ډيرو ښو اړيکو ستاينه وکړه او يوې بلي امريکايي تلويزوني شبکې ABC ته يې وويل: « هغه څه چي زه يې تاسو ته ويلای سم هغه دا دي، چي جنرال سټنلي ميک کر يسټل له هغه سره په منظمه توګه ليدني کتني کوي. هغوی ډيري مثبتي اړيکي لري. هغه له جمهور رييس کرزي سره د ښو همکاريو څخه خوښ دی».

ولسمشر کرزی د کندهار په غونډه کي
ولسمشر کرزی د کندهار په غونډه کيانځور: AP

د امريکايي لوړ پوړو وزيرانو دغه يادوني په داسي وخت کي عنوان سوي، چي له کرزي سره د يو والي د نښاني په توګه د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد هولبروک او د متحده ايالاتو د مرکزي قومانداني مشر، جنرال داويد پيترايس له هغه سره په کابل کي د يکشنبې په ورځ په يوکنفرانس کي ګډون وکړ. دغه کنفرانس چي کرزي هم پکښي وينا وکړه، په افغاسنتان کي د امريکا د متحده ايالاتو د تګ لاری د ارزوني په موخه داير سوي ؤ.

کرزی پرون له جنرال ميک کريسټل سره يو ځای کندوز ته هم تللي ؤ، چيري چي متحده غواړي د طالب جنګياليو د وروستيو فعاليتونو د شنډولو لپاره يو شمېر سرتيري واستوي.

د دې پوښتني په ځواب کي چي آيا متحده ايالات د افغانستان له جمهور رييس څخه د هغه د وروستيو تندو يادونو په اړه کومه څرګندونه ترلاسه کړې که نه، او په دې اړه دي څه ویلي دي، ګېټس وويل:«واشنګټن بايد په عاموغونډو کي د افغانستان د جمهور رييس په هکله د تبصرو په هکله له احتياط څخه کار واخلي، ځکه کيدای سي، چي د هغه په نسبت تندي تبصري په کابل کي د افغانستان د خپلواکمني په وړاندي د نه درناوي په توګه وبلل سي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن او ولسمشر حامد کرزی
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن او ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري البته په خپلو يادونو کي وويل، چي په امريکايي ورځپاڼو کي د کرزي لکه د نورو مشرانو په څير احتمالي سختي خبري ښایی د متحده ايالاتو د حکومت رسمي دريځ وي.

هغې د ورځپاڼو د رپوټونو په وړاندی د تفاهم د ښکاره کولو په توګه وويل« هغه يعني کرزي بايد تعجب ونه کړي په امریکا متحده ايالاتو کي د ځينو ورځپانو له خوا پري حمله کيږي. دا هغه څه دي چي غير عادي نه ښکاري او پر ډيرو مشرانو باندي هم دغسي نيوکي په مطبوعاتو کي کيږي.»

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري په خپلو تبصرو کي زياته کړې، چي هغه د افغانستان له جمهور رييس سره د زړه له کومي خواخوږي لري او وويل« هغه د خپل کاري ژوند په هر دقيقه کي تر فشار لاندي دی.»

کلينټن واشنګټن ته د کرزي د راتلونکي پلان سوي سفر په هکله وويل چي هغه به د می پر 12 د امریکا متحده ايالاتو د جمهور ريسس بارک اوباما مېلمه وي.

هغې په خپلي جملې سره دا خبره داسي یاده کړه:« موږ هغه ته سترګي په لاره يو.»

فرانس پرس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: نجيب الله زيارمل