1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنگټن د ستراتيژيک سند لاسلیکولو ته نژدې سوی

۱۳۹۱ فروردین ۳, پنجشنبه

د امريکا متحده ايالات وايي چي له افغان چارواکو سره د ستراتيژيک سند لاسليکولو ته نزدې سوي دي. ددغه سند له مخي به امريکا په افغانستان کي د اوږدې مودې له پاره پوځي حضور ولري.

https://p.dw.com/p/14OxK
انځور: dapd

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير هيلري کلنټن له خپل افغان سيال زلمي رسول سره چي د واشنگټن په سفر بوخت دئ، له خبريالانو سره په خبرو کي ويلي دي چي موږ له خپلو افغاني دوستانو سره په تيرو څو اونيو کي د ستراتيژيک سند پر ټولو اړخونوباندي خبري کړي دي او په دې لار کي ډير پرمختگ سوی دئ:

«موږ اوس د سند پر جزئياتو، لکه د شپې عمليات او داسي نورو باندي ږغيږو او د ستراتيژيک سند د لاسليکولو له پاره لاره هواروو.»

زلمي رسول ويلي دي چي کيداسي له امريکا متحده ايالاتو سره ستراتيژيک سند د روان کال د می په مياشت کي د ناټو په غونډه کښي لاسليک سي او يا تر هغه د مخه.

ددې ستراتيژيک سند له مخي به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي امريکايي سلاکاران او خاص ځواکونه د اوږدې مودې له پاره پاته سي.

تر دې مخکي دواړو خواوو پر هغه سند موافقه کړې ده چي له مخي به يې په افغانستان کښي ټول هغه زندانونه چي د امريکايانو په لاس کښي دي افغان چارواکو ته وسپاري.

له ډير وخت راهيسي د کابل او واشنگټن تر منځ په افغانستان کښي د شپې عملياتو د بندولو پر سر خبري رواني دي.

ناټو او امريکايي چارواکي وايي چي په هغه هيواد کي د شپې عمليات يا چاپې د وسله والو طالبانو د ټکولو له پاره ډير گټور دي.خو افغان چارواکي پر دې ټينگار کوي چی دغه عمليات بايد بند سي.

د افغانستان قومي مشرانو په وار وار له ولسمشر کرزي څخه غوښتي دي چي بېله اجازې او هغه بيا هم بهرني عسکر بايد هيڅ وخت ددوی په کورونو ور نننوزي.

افغان حکومت وايي چي امنيتي ځواکونه ئې اوس ددې توان لري چي د شپې عملیات په خپله تر سره کړي.

تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو پوځي حضور د سيمي هيوادونو انديښنې را پارولي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف تيره ورځ په يوه مرکه کښي ويلي ول، چي کريملن په افغانستان کښي د امريکايي ځواکونو د دايمي پوځي اډو په اړه سپيناوی غواړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير دغه راز ويلي دي، چي امريکا نه يوازي دا چي په افغانستان کي د سترو پوځي اډو جوړول غواړي، بلکي په دې تلاښ کي هم ده چي په مرکزي آسيا کي هم پوځي تاسيسات ولري.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش