1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنگټن، د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د اسلام آباد صادقانه ملاتړ غواړي

۱۳۸۹ اسفند ۱۵, یکشنبه

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی وايي چي، واشنګټن په افغانستان کي د دايمي ثبات د راوستلو په لټه کي دی او هغه څه به نه تر سره کوي چي د افغانانو د غوښتني وړ نه وي.

https://p.dw.com/p/R6id
د افغانستان ، پاکستان او امريکا بيرغونه
د افغانستان ، پاکستان او امريکا بيرغونهانځور: AP Graphics/DW

مارک کروسمن تيره ورځ ناوخته په کابل کي د يوې خبري غونډي پر مهال وويل چي د امريکا متحده ايالات د افغان حکومت له لوري له مخالفو زور پالو سره د خبرو اترو د رواني لړۍ کلک ملاتړ کوي.

کروسمن دغه بهير ته د افغاني پروسې نوم ورکوي چي په وينا يې هيواد به يې په دغه برخه کي له افغان حکومت سره تخنيکي او مالي مرسته کوي.

له طالبانو سره د مذاکرو پايلو ته هغه مهال افغانان ډيرهيله من سول چي تيره اونۍ افغان جمهورريس د لومړي ځل لپاره ومنله چي له طالبانو سره يي مستقيم تماسونه ټينګ کړي دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا نوي ځانګړي استازي چي ټاکل سوي نن پاکستان ته سفر وکړي د کابل د حکومت او طالبانو تر منځ د سولي په لار کي د پاکستان رول ډير مهم بولي.

« زموږ هڅه دا ده چي د پخلايني د پروسې لپاره ديپلوماتيکي هڅي ګړندۍ کړو، او موږ غواړو د افغانستان کړکيچ ته سياسي حل لاره پيدا کړوچي په دې برخه کي د سيمي د نورو هيوادونو تر څنګ د پاکستان رول ډيرمهم دی».

د کابل او اسلام آباد لپاره د واشنګټن خاص استازی وايي چي پاکستان د افغانستان د کړکيچ په هوارولو کي مهم رول لوبولای سي خوهغه څه چي يې بايد تر سره کړي وای هغه يې ندي تر سره کړي.

هغه پر پاکستان ږغ وکړی، چي په خپله خاوره کي د زور پالو ځالي له مينځه يوسي او د سولي د راوستلو لپاره د خبرو اترو زمينه برابره کړي.

پر پاکستان باندي له کلونو راهيسي تور دی چي د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو فراريان يي په قبايلي سيمو کي له ځايي طالبانو سره يوځای په فعاليت بوخت دي او له دغه ځايه د نړۍ پر ډيرو برخو بريدونه پلانيږي.

د افغانستان اوپاکستان لپاره د امريکي ځانګړي استازي په دغه خبري غونډه کي د بهرنيو ځواکونو دعملياتو پر مهال د بې ګناه افغانانو په مرګ ژوبله خواشيني څرګنده کړه او افغانانوته يي ډاډ ورکړی چي د دغو تلفاتو د کمولو لپاره به ټولي ممکنه لاري چاري ولټوي.

نوموړي همدا راز په راتلونکي اونۍ کي د کابل او واشنګټن تر منځ د ستراتيژيکي ملګرتيا د بحثونو د پيليدو خبر هم ورکړ .

هغه وويل چي د ترهګرۍ ضد جګړه کي د دغو دوو شريکو هيوادونو ستراتيژيکه ملګرتيا د دي څرګندويي کوي چي افغانستان به د اوږد مهال لپاره د امريکا له پوځي اوسياسي ملاتړ څخه برخمن وي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل