1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنگټن له اسلام آباد څخه خپل پلاوی راوغوښت

۱۳۹۱ خرداد ۲۳, سه‌شنبه

امریکایي چارواکو خبر ورکړی دئ چې متحده ایالاتو خپل هغه پلاوی چې په پاکستان کې د دې هیواد له چارواکو سره د ناټو د اکمالاتي لارې د خلاصولو پر سر په خبرو اترو بوخت وو، له دې هیواد څخه بیرته راغوښتی دئ.

https://p.dw.com/p/15Cci
انځور: DW

متحده ایالاتو پرته له دې چې د پولې د خلاصلولو په اړه له پاکستاني چارواکو سره کوم جوړجاړي ته ورسیږي خپل مرکچیان له اسلام آباد څخه راغوښتي دي.

امریکا له پاکستان څخه تیره ورځ د خپلو مرکچیانو د راایستلو اعلان وکړ، چې د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پسې ترینگلي کیدو څرگندويي کوي. تیره اونۍ د متحده ایالاتو د دفاع وزیر د پاکستان پر وړاندې له توندې لهجې څخه کار اخیستی وو او ویلي ئې وو چې د اسلام پر وړاندې ئې صبر پاې ته رسیدلی دئ.

د متحده ایالاتو مرکچیان له تیرو شپږو اونیو راهیسې په اسلام آباد کې ول. چارواکي په دې باور ول چې ژر به له پاکستاني چارواکو سره د ناټو د اکمالاتي لارې د پرانیستلو پر سر یوې موافقې ته ورسیږي.

پاکستان د ناټو د اکمالاتي کتارونو پر وړاندې خپله پوله هغه وخت وتړله چې د تیر کال د نومبر د میاشتې پر ۲۶مه نیټه د ناټو په یوه هوایي برید کې ۲۴ تنه پاکستاني سرتیري ووژل شول.

تیره اونۍ د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع د وزیر مرستیال اسلام آباد ته د نوموړې اکمالاتي لارې د پرانیستلو د موضوع پر سر د خبرو اترو له پاره اسلام آباد ته تللی وو. د چارواکو په وینا د پاکستان لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني له نوموړي لوړپوړي چارواکي سره له لیدو هم ډډه کړې ده او هغه ته ئې د ملاقات له پاره وخت نه دئ ورکړی.

د پینتاگون ویاند جورج لتل خبریالانو ته په خبرو کې وویل چې په دغه خبرو کې کوم پرمختگ نه وو شوی او نه هم د خبرو اترو د بیا پیلیدو له پاره کومه نیټه ټاکل شوې ده.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې متحده ایالات به له پاکستان سره خپلو خبرو ته ادامه ورکړي او له اسلام آباد څخه د مرکچیانو راایستل په دې معنی نه دي چې دوی له دې هیواد سره خبرې اترې درولي دي. د هغه په وینا دغه پلاوی چمتو دئ چې هر وخت د خبرو اترو له پاره بیرته پاکستان ته ولاړ شي.

د متحده ایالاتو له خوا دا پریکړه وروسته تر هغه وشوه چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني، د یوه لوړ پوړي امریکایي چارواکي سره له لیدنې ډډه وکړه.

پر دې سربیره پاکستان له امریکا څخه غوښتي وو چې د ناټو د هرې اکمالاتي لارۍ پر سر به په زرونو ډالره مالیه واچوي. د متحده ایالاتو چارواکو دغه وړاندیز هم رد کړی دئ او د پاکستان دا غوښتنه ئې هم نه ده منلې چې د پاکستاني سرتیرو د وژلو له امله په رسمي توگه بخښنه وغواړي.

په واشنگټن کې د پاکستان سفیرې شیري رحمان ویلي دي: «موږ لا اوس هم دې ته خوشبینه یو چې وکړای شو پر دغو موضوعاتو باندې یو حل ته ورسیږو چې د دواړو اړخونو له پاره د رضائیت وړ وي.»

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش