1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنگټن له سوريې او ايران سره خبرو ته لاره پرانستله

۱۳۸۵ اسفند ۹, چهارشنبه

د امريکا متحده آيالات د دې پاره چې په عراق کې امنيت ټينگ شي دې ته حاضر دي چې له ايران او سوريې سره يو ځای يوه گردي مېز ته کښېني. د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې کندوليزا رايس وويل چې د هغې حکومت د عراقي دولت لخوا د پيل شويو دپلوماتيکو هڅو ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/DKFF
. کېدای شي چې د امريکې او ايران تر منځ مستقيمې دوه اړخيزې خبرې اترې هم وشي
. کېدای شي چې د امريکې او ايران تر منځ مستقيمې دوه اړخيزې خبرې اترې هم وشيانځور: AP
عراق دوه نړيوال کنفرانسونه رابللي دي. په لومړي کنفرانس کې مهم ټکي امنيت، اقتصادي پرمختگ او پخلاينه ټاکل شوي دي. دغه کنفرانس به د مارچ تر مياشتې پورې په بغداد کې تر سره شي. دغې غونډې ته د عراق گاونډي هېوادونه، د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا پنځه دايمي غړي او نور بين المللي سازمانونه راغوښتل کېږي. کېدای شي چې په دې لړ کې د امريکې او ايران تر منځ دوه اړخيزې خبرې اترې هم وشي. يوه مياشت وروسته به يوه دوهمه غونډه د يادو شويو هېوادونو برسېره د جي اته د ټولنې د غړيو صنعتي هېوادونو په شمول راوبلل شي. آلمان هم د نوموړې ټولنې غړی دی.