1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «اسلامي دولت» پر وړاندې د امریکا سخت دریځ

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ شهریور ۱, شنبه

د امریکا حکومت هوډ کړی چې د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې پر ضد به له هیڅ ډول نرمښت او تیریدنې څخه کار وانخلي. د عراق سنیان هم د دغې ډلې د تاوتریخوالي له خطر سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/1CzcZ
انځور: picture-alliance/AP Photo

د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې له خوا د امریکايي ژورنالیست جیمز فولي، وژنه د یو «کرکجن او بې همته» عمل په توگه وغندله. دغې شوری په عین وخت کې د نوموړې افراطي ډلې له خوا د نورو یرغمل نیول شوو کسانو د «سمدلاسه او بې قید او شرط» آزادولو غوښتنه وکړه.

د ملگرو ملتونو ۱۵غړي لرونکې امنیت شوری له خوا د رایو په اتفاق په یوې خپرې شوې پریکړه کې راغلي دي: «د دغو پیښو عاملین باید د محکمې پر وړاندی ودرول شي. له ټولو دولتونو څخه غوښتنه کیږي چې له امریکا متحده آیالاتو سره په دې هدف کې همکاري وکړي.»

«اسلامي دولت» نومې ترهگره ډله هجومي او که دفاعي وضعیت لري؟

متحده آیالاتو د امریکايي ژورنالیست جیمز فولي، سر پرې کول پر امریکا متحده آیالاتو د «ترویستي برید» په توگه گڼلی دی. د ملي امنیت مرستیال مشاور بن رودیز، ویلي دي: «کله چې یو امریکایي په دې ډیر ناوړه ډول وژل کیږي، دا په حقیقت کې زموږ پر هیواد د برید معنی لري.» هغه زیاته کړې ده: «له دا ډول یوې ننگونې سره د مقابلې له پاره به په ټولو اړینو اقداماتو لاس پورې شي.» خو رودیز یادونه وکړه: «البته د اسلامي دولت د ډلې پر ضد جگړه دوامداره ده. دغه ترهگره ډله په سیمه کې ژورې ریښې لري.»

د متحده آیالاتو د ملي امنیت مرستیال مشاور رودیز، دا روښانه نه کړه چې آیا د متحده آیالاتو هوايي بمباري به په سوریه کې هم د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې مرچلو ته ځیر کړای شي که نه. خو هغه د ترهگرۍ پر ضد د حکومت یو اصل ته اشاره وکړه: «کله چې تاسې امریکایانو باندې حمله وکړئ، موږ به هم پر تاسو، هر چیرې چې یاست حمله وکړو.»

ژورنالیست فولي، د ۲۰۱۲ کال په نومبر میاشتې کې په سوریه کې وتښتول شو. په هغه وخت کې داسې وویل شول چې اختطاف کوونکو د هغه د آزادولو له پاره ۱۰۰ ملیون یورو نغدې پیسې وغوښتې. د تیرې سه شنبې په ورځ د «اسلامي دولت» نومې ډلې په انټرنیټ کې یوه ویډیو خپره کړه چې په هغې کې ښوول کیږي چې له نوموړي ژورنالیست څخه سر پرې کیږي. له هغې وروسته د دفاع وزیر چک هیگل، دغه سني ملیشه ډله د امریکا متحده آیالاتو له پاره د یو «ډیر سخت گواښ» په توگه وگڼله.

امریکایي خبریال، جېمز فولي
امریکایي خبریال، جېمز فوليانځور: Reuters

مېرکل د وسلو استول له خطر څخه خالي نه گڼي

د «اسلامي دولت» نومې ډلې پر ضد د جگړې له پاره آلمان غواړي چې په عراق کې کردي جنگیالي په وسلو سمبال کړي. د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د خپل حکومت له دغې فیصلې څخه اوس په ښکاره توگه دفاع وکړه. د آلمان د کیمنیتڅ د ښار ورځپاڼې «فرایې پرېسه» ته مېرکل وویل چې د جهادي ډلو بې رحمانه چلند ته په کتو سره اړوند وزیران دې نتیجې ته ورسیدل چې «د یوې محدودې کچې وسلو د استولو له پاره بنسټیز تصمیم» مدلل دی. د آلمان صدراعظمې یادونه وکړه چې دا خطر چې وسلې احتمالا غلطو لاسو ته ولیږي، البته یو ډیره سخته اټکلیزه پوښتنه ده.

د آلمان د حکومت ویاند شتیفن زایبرت، وویل چې صدراعظمه چمتو ده چې د خپل حکومت د دغه اقدام په هکله پارلماني استازو ته معلومات ورکړي. هغه وویل چې د مېرکل په نظر یوې کړکیچنې سیمې ته د وسلو استولو له پاره د پارلمان موافقې ته، څرنگه چې اپوزیسیون یې غوښتنه کوي، اړتیا نه شته. مېرکل نوموړې ورځپانې ته په مرکه کې وویل: «دا موضوع د حکومت د تصمیم صلاحیت پورې اړه نیسي.» د آلمان صدراعظمې یو ځل بیا څرگنده کړه چې آلمان تصمیم نه لري چې د عراق شمال ته سرتیري واستوي: « په روانه پوځي شخړه کې د آلماني پوځ گډون نا ممکن دی».

بانکي مون د سنیانو پر یوه جومات باندې برید غندلی دی

د رپوټونو له مخې د سنیانو پر یوه جومات باندې برید چې احتمالا د شیعه ملیشو له خوا دې شوې وي، په پایله کې لږ تر لږه ۷۳ تنه وژل شوي دي. د عیني شاهدانو د رپوټونو له مخې د عراق د پلازمینې بغداد په شمال کې برید کوونکو د جمعې د لمانځه پر مهال پر عبادت کوونکو باندې برید وکړ او هغوی ته یې د تېښتې هیڅ کوم امکان پرې نه ښود. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي موند دغه برید په کلکه غندلی دی. د بانکي مون د ویاند په وینا، هغه ویلي دي چې پر عبادت ځایونو باندې بریدونه «په بشپړه توگه د منلو نه دي او د نړیوالو قوانینو له مخې منع دي».