1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشېريان خپلو ماشومانو ته ښوونځي غواړي

۱۳۹۰ اسفند ۹, سه‌شنبه

د هلمند ولايت په واشېر ولسوالۍ کي تر پنځه کلن ځنډ وروسته ماشومان ښوونځيو ته ولاړل. په دغه ولسوالي له ۱۳ ښوونځيو څخه ۲ ئې اوس بيا پرانيستل سوي دي.

https://p.dw.com/p/14B7F
انځور: picture-alliance/dpa

د هلمند ولایت په واشير ولسوالۍ کي شپږمياشتي كيږي چي دولتي ادارې په كار پيل كړی دئ. خو تراوسه دوه ښوونځي پکښي پرانيستل سوي دي. په داسي حال كي چي هلته تر ناامنيو وړاندي ديارلس ښوونځي پرانيستي ول.

د واشير ولسوال محمد داود نورزی د هغو ښوونکو د بيرته ورتگ غوښتنه کوي چي د تیرو پنځو کلونو ناامنیو له امله په لښکرگاه ښار کي اوسیږي او د ښار په ښوونځیو کي د ښوونکو په توګه دنده ترسره کوي.

د هلمند دغه غرنۍ ولسوالي د تيرو پنځو كلونو راهيسي د وسله والو طالبانو په پوره ولكه كي وه. په دې ولسوالي کي ښوونځي نه سته، د بيا رغاوني د کارونو څرک نه معلوميږي، خلک ځني کډه سوي دي او وچکالۍ هم سخته ځپلې ده.

اوس پوښتنه داده چي په داسي يوه ولسوالي کي لکه واشېر څوک به د ښوونکي په حيث دنده تر سره کړي؟

د هلمند ولايت د پوهني رئیس محمدنسیم صافی وايي چي ترخپله وسه ئې هڅه کړې ده، خو لا تر دې مهاله ئې څوک نه دي حاضر کړي چي په دې کمه تنخوا په واشیر ولسوالۍ کي د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړي.

په هلمند ولايت کي ناامني، ليريوالی، وچكالي او کمه تنخوا هغه ستونزي دي چي ښوونكي حاضر نه دي واشير ته ولاړ سي.

خو بيا هم د هلمند د ښووني او روزني چارواکي ژمنه کوي چي د خلکو په مرسته به په واشیر ولسوالي کي ټول تړل شوي ښونځي بیرته د زده کونکو پرمخ پرانیزي.

د واشير د ولسوال په خبره په دغه ولسوالي کي اوس خلک په خپله غواړي چي خپل اولاد ونه ښوونځيو ته واستوي او په دې لاره کي په خپله هم لاس په کار سي.

«قومي مشران غواړي چي هرڅه ژر ورته ښوونځي فعال سي او خپل ماشومان ور وليږي. دا د هغوی خپله غوښتنه ده.»

د واشير ولسوالي تر اوږده ځنډ وروسته څو مياشتي مخکي د افغانستان د دولت د مخالفينو له ولکې څخه خلاصه سوه او عادي ژوند پکښي پيل سو.

خو ياده ولسوالي هغه د پخوا حالت نه لري. ډيری خلک ځني گډه سوي، مځکي شاړي پرتې دي او وچکالۍ هم سخته ځپلې ده.

داچي په دغه ولسوالي کي به كله او څرنګه ښوونځي ورته پرانيستل سي څوک څه نه سي ويلای.

مجتبی محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل