1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

والي: طالبان اوس د دايمې پوځې اډي په لټه کي دي

۱۳۹۰ فروردین ۱۲, جمعه

وروسته تر هغه چي د نورستان يوه ولسوالۍ تيره اونۍ د طالبانو لاس ته ولويده، اوس دغه ډله هڅه کوي يو شمير نوري سيمې هم لاندي کړي. د نورستان د والی په وینا له طالبانو سره ازبک، تاجک،چیچيني، پاکستاني او عرب اورپکی هم مرسته کوی

https://p.dw.com/p/REhQ
د افغانستان د نقشی شمال ختیځه برخه
د افغانستان د نقشی شمال ختیځه برخهانځور: DW-TV

د نورستان والي جمال الدين بدر وايې چې طالبان غواړي د نورستان په کامديش، برګمټال او وايګل ولسواليو کي ځان ته دايمې هډي جوړي کړي.

وايګل ولسوالي تيره اونۍ له لږ مقاومت وروسته طالبانو ولکه کړه.

د ښاغلي بدر په وينا چي دغه پلان د افغانستان د پولو هغي غاړي ته د طالبانو خوندي مشرانو جوړ کړي دي.

اوس د نورستان چارواکې هڅه کوي له هغو پوليسو چي له مقاومت پرته يي وايګل ولسوالۍ طالبانو ته پريښي پوښتي پلټني وکړي .

جمال الدين بدر وايې چې که چيرته په دغه برخه کي پوليس سرتيري پړه وخيژي، پوځي څارنوالۍ ته به يې وسپاري.

د نوموړي پر وينا چي په نورستان کي د ملي پوځ او ايتلاف سرتيري شتون نه لري نو ځکه طالبان اوس غواړي خپل روزن ځايونه د پولو له هغې غاړي دغه ولايت ته را وليږدوي او دغلته دايمې قرارګاوي جوړي کړي.

جمال الدين بدر وويل: « دښمن هڅه کوي چي د نورستان له جغرافيايې موقيعت څخه په ګټي اخيستو سره او په ورته وخت کي دغلته د کافي امنيتي ځواکونو له نه شتون څخه ګټه پورته کړي او په نورستان ولايت کي پوځي قرارګاوي جوړي کړي.»

د نورستان والي وايې چې د وايګل ولسوالۍ تر اوسه هم د طالبانو په ولکه کي ده .

نوموړي وويل چې دغلته د افغان طالبانو په ګډون د ازبکستان، تاجکستان، چيچينيا، پاکستان او عربي ملکونو شاوخوا 800 جنګيالي ځاي پر ځاي سوي دي.

ښاغلي بدر يو ځل بيا له ملي پوځ او ايتلافي ځواکونو څخه غوښتي چې دغي ولسوالۍ ته ځواکونه ور وليږي تر څو يې د طالبانو له تصرف څخه وباسي.

نوموړي وويل چې دوي هومره پوليس سرتيري نه لري چې له شاوخوا 800طالب جنګيالو سره مقابله وکړي او ولسوالۍ بيرته ولکه کړي.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند بيا وايي چي د وايګل ولسوالۍ د بيرته نيولو لپاره دوي په يوه ګډ پلان کار کوي.

زمري بشري وويل چي د امنيتي دلايلو له امله د بيرته نيونې د دغه پلان جزيات تر اوسه پوري نسي افشا کولاي.

دا په داسي حال کي ده چي دنورستان والي په ټوله کې د دغه ولايت د نا امنو سيمو د تصرف لپاره د ګډو پراخو چاڼيزو عملياتو د پيليدو غوښتونکي دي.

خو تر اوسه پوري د دغه راز عملياتو په اړه افغان مرکزي دولت او ناټوځواکونو څه ندي ويلي.

نورستان له يوه لوري له پاکستان او له بل اړخه د تاجکستان له شمال سره ګډه پوله لري او ويره سته چي ترهګر غواړي له همدغې لاري د پاکستان له قبايلي سيمو ځانونه په اسانۍ د منځنۍ اسيا هيوادونو ته ورسوي.

کابل/ جلالزي

کتونکي عبدالباري حکيم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل