1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وال سټريټ: محمود کرزی په امريکا کي تر پلټنو لاندي دی

۱۳۸۹ مهر ۵, دوشنبه

امريکايي ورځپاڼي والستريت ژورنال په خپله ننۍ ګڼه کي ليکي چي، د امريکا د متحده ايالاتو فدرالي پلټونکو د افغانستان د جمهورريس حامد کرزي د ورور پر ضد د اختلاس تور لګولی او په دې برخه کي يې په پلټني لاس پوري کړی دی.

https://p.dw.com/p/PNZJ
محمود کرزی په امريکا کي د ماليې د نه ورکولو په خاطر تر پلټنو لاندي دی.
محمود کرزی په امريکا کي د ماليې د نه ورکولو په خاطر تر پلټنو لاندي دی.انځور: Christina Bergmann

ورځپاڼي د امريکايي چارواکو له خولې رپوټ ورکړی چي، محمود کرزی چي د متحده ايالانو تابعيت لري د نيويارک په جنوب کي د فدرال مستنطقينو له خوا تر پوښتنو لاندي دي.

د ورځپاڼي په نظر د متحده ايالتو دغه نوی اقدام ښايي د افغانستان د جمهورريس سره د واشنګټن لا د مخه ترينګلي اړيکي نوري هم د تاو تريخوالي سره مخامخ کړي.

د جمهورريس بارک اوباما په اداره کي لوړ پوړو امريکايي چارواکو ويلي دي، چي واشنګتن لا د مخه د هغو هڅو څخه تر يوې اندازې پوري لاس اخيستی چي د افغانستان پر حکومت باندي د اختلاس او اداري فساد ضد مبارزه کي فشار زيات کړي.

د وال ستريت ژورنال په رپوټ کي يادونه سوې چي امريکايي پلټونکي هڅه کوي د محمود کرزي پر ضد هغه اسناد راټول کړي چي پر هغه باندي د ماليي نه ورکولو، په غير قانوني توګه د پيسو ګټولو يا نورو داسي درغليو تورونه ثابت کړي.

ورځپاڼه وايي: هغوی همدا راز هڅه کوي چي د افغانستان د يو بانګ د اجرايي چارو او د ترياکو د قاچاق کونکو د دوسييو پلټنه هم وکړي چي آيا محممود کرزی په هغو کي لاس لري که نه.

خو امريکايي چارواکو دا هم وويل چي دغه پلټني ښايي تر راتلونکي کال پوري بشپړي نه سي.

د والستريت ژورنال سره په يوه مرکه کي محممود کرزي وويل چي د هغه پر ضد عنوان سوي تورنه ناحقه دي او ده هيڅکله غير قانوني عمل نه دی کړي.

هغه وويل د هغه تجارت او سوداګري د امريکا په متحده ايالاتو کي ټول قانوني ده.

هغه امريکايي ورځپاني ته خپل تجارتي اسناد ورښودلی چي په دغو اسنادو کي د هغه ټول پانګه تر 12 مليونو ډالرو پوري رسيږي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل