1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وحيد عمر: د سولي د خبرو په وړاندي خنډونه جوړيدل حقيقت دی

۱۳۸۹ شهریور ۱, دوشنبه

افغان دولت ومنله چي يو شمير استخباراتي کړيو د افغان حکومت او طالبانو د سولي د پروګرام په وړاندي خنډونه جوړ کړي دي.

https://p.dw.com/p/Ou40
د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر
د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمرانځور: DW/Farahmand

نيويارک ټايمز ورځپاڼي هم د سولي په دغو خبرو کي د پاکستاني حکومت له مداخلي پرده پورته کړي ده .

ورځپاڼه له يو شمير سرچينو په حواله ليکي چي پاکستان د ملا عبدالغني برادر او بل طالب مشر طيب آغا په نيولو سره د افغان دولت او طالبانو د سولي د خبرو پټه سلسله وشلوله.

ملا برادر د طالبانو واکمن قوماندان وو چي د ډلي د مشر ملا محمد عمر را وروسته دوهم کس بلل کيدی.

پاکستاني چارواکو ويلي چي دغي پروسې ته يي ځکه خنډ جوړ کړ چي دوﺉ ته پکښي ګډون نه وو ورکړ سوی او دا اسلام آباد ته د منلو نه ده چي د دوی پرته د طالبانو، هند او افغان حکومت تر منځ جوړ جاړي وسي.

د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر د آلمان ږغ سره په خبرو کي دا امکان موجود وباله چي د پاکستان څارګري ادارې به دا کار کړی وي.

«يو حقيقت چي څرګند دی هغه د افغانستان په چارو کي د خاصو استخباراتي کړيو لاس وهنه ده، او دا د ا فغانستان د حکومت ضد مخالفينو سره په تړاو مطرح سوې ده. يو شمير ډيرو واقيعتونو په رڼا کي چي اوس نور محرم نه دي او اوس واضح حقايق او انکشافات دي، دا ټول امکان لري، دا هم امکان لري د افغانستان د حکومت يو شمېر مخالفين چي افغانان دي او افغانان وول غواړي په خپل استقلال او خپل تصميم له افغان حکومت سره يو ځاي شي او يا سوليز ژوند پيل کړي.»

اسلام آباد له تيرو څو کلونو راهيسي د کابل دحکومت له لوري په دي تورن سوی چي ګواکي د دغه ملک په چارو کي لاسي وهنه کوي.

پاکستاني مقاماتو ملا عبدالغني برادر د سولي په خبرو کي محوري کس بلل اوځکه يي د هغه نيول د سولي پروسي ته يو ستر ګزار بللی.

په ورته وخت کي ښاغلي عمر د افغان دولت يو شمير چارواکي، د پارلمان ځيني استازي او ځيني نور کسان د اقتصادي مافيا په نامه ياد کړل.

وحيد عمر وويل چي دغو کسانو په غير متوازن ډول په مليونونو ډالر له هغو مرسته سوو پيسو تر لاسه کړي چي نړيوالو د افغانستان د ودانولو لپاره ورکړي دي.

د ولسمشر وياند ګواښ وکړ چي له دغو اقتصادي مافيايي کړيو سره به حکومت په قاطعيت چلند کوي.

«دا هغه کسان دي چي د نړيوالي ټولني قرار دادونه يي نيولي، شخصي امنيتي کمپنۍ او لوژستيکي شرکتونه لري، موږ وينو چي په تيرو څو کلونو کي داسي ځوانانو د سلګونو مليونو ډالرو خاوندان دي چي عمرونه يي يوازي ديرش او يا هم دو ديرش کاله دي.دا مسله له افغانانو پټه نه ده ، افغان حکومت دا مني چي يوه برخه فساد په حکومتي نظام کي شته او حکومت ورسره مبارزه کوي.»

وحيد عمر وويل چي له نړيوالي ټولني سره به په ګډه د فساد پر ضد هغسي جګړه کوي لکه څرنګه چي يي د ترهګرۍ سره روانه کړي ده .

حکومت وايي چي د افغان دولت له غاړي څخه يي د اقتصادي مافيا د لاس د لنډولو په موخه يو شمير پروګرامونه تر لاس لاندي نيولي چي د شخصي امنيتي کمپنيو تړل يي پيلامه ده.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل