1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وحيد عمر: د ليزبن غونډي ته به مهمه امنيتي طرحه وړاندي سي

۱۳۸۹ آبان ۱۷, دوشنبه

د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر وايي چي د ليزبن غونډه چي د رواني مياشتي پر ۱۹ نېټه جوړيږي د ناټو سازمان ته به د افغانستان په اړه يوه مهمه امنيتي طرحه وړاندي کړي.

https://p.dw.com/p/Q1m2
د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر
د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمرانځور: DW/Farahmand

په دغه طرحه کي مهمه برخه افغان ځواکونو ته د امنيت د ليږد پروسه ده.

د افغانستان لپاره د امريکا په نوي ستراتيژۍ کي پر دې ټينګار سوی چي بهرني ځواکونه به ورو ورو خو ګام په ګام د افغانستان امنيتي مسوليتونه کورنيو ځواکونو ته سپاري.

په يوه وروستي اقدام کي تيره ورځ د امريکا د سمندري ځواکونو له لوري د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کي يو شمير پوځي قشلي کورنيو ځواکونو ته سپارل سوي دي.

ويل کيږي چي د امريکا د سمندري ځواک دغه سرتيري د ناوې ولسوالۍ له هغو برخو وتلي کومي چي پکښي ګڼو ملکي خلکو استوګنه لرله.

د کابل کنفرانس د پريکړو يوه موضوع، افغان ځواکونو ته له بهرنيو سرتيرو د مسوليتونو د سپارلو وه خو په هغه محال جمهوررئيس کرزي ويلي وو چي په ۲۰۱۴ کال کي به دغه بوج ته اوږه ورکړي نه اوس.

خو د ولسمشر وياند وحيد عمر وايي چي د ليزبن په غونډه کي به هم د مسوليتونو د ليږد مسله تر ټولو مهمه وي او کورني ځواکونه اوس د دې جوګه دي چي له بهرنيو سرتيرو څخه مسوليتونه تر لاسه کړي.

عمر نن په يوه خبري غونډه کي وويل:« د ليزبن کنفرانس ته يوه طرحه وړاندي کيږي، افغان ولسمشر به دغي غونډي ته په وينا کي هم دې مسلې ته اشاره وکړي او په دې اړوند به تخصصي خبري وکړي چي افغان دولت څه غواړي، انتقال به څه ډول تر سره کيږي، افغان حکومت به يې څنګه او په کومو پړاونو کي اخلي او په عملي توګه به څرنګه پلي کيږي».

همدا راز د افغان ولسمشر وياند په خپله ننۍ غونډه کي ګاونډي پاکستان يو ځل بيا د هغو کړيو په ملاتړ تورن کړ چي په افغانستان کي جګړي ته لمن وهي.

عمر وويل چي د پاکستان حکومت ته په کار ده چي دغه کړۍ وځپي تر څو اسلام آباد، کابل او ټوله سيمه يې له شر څخه خلاصه سي.

«پاکستان د سولي په راوستلو کي موثر رول لوبولای سي، چي متاسفانه تر اوسه يي دغه رول ندي لوبولی، هلته ځيني خاصي کړۍ موجودي دي نه دا چي د سيمي په ثبات کي مرسته نه کوي ځيني خو يي بې ثباتۍ ته لمن وهي او له نامشروع او تروريسي اعمالو څخه ملاتړ کوي».

افغان دولت په تيرو نهو کلونو کي څو څو ځله ګاونډي پاکستان د يو شميرهغو کړيو په ساتنه او پالنه تورن کړی چي په افغانستان کي جګړې ته لمن وهي.

دا هغه تورونه دي چي پاکستان يي نه مني او په ځينو وختونو کي خو يې د کابل او اسلام آباد تر منځ ديپلوماتيکي اړيکي هم ترينګلي کړي دي.