1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وحيد عمر: د نړيوالي ټولني سره اړيکي نه دي اغېزمني سوي

۱۳۸۹ فروردین ۱۸, چهارشنبه

د ولسمشر حامد کرزي وياند نن هغه راپورونه رد کړل، چي وايي ګواکي د ولسمشر وروستيو څرکندونو د کابل او نړيوالي ټولني تر منځ ستراتيژيکي اړيکي تاواني سوي دي...

https://p.dw.com/p/MpUV
د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر
د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمرانځور: DW/Farahmand

د کرزي او سپيني ماڼۍ تر منح لفظي شخړه د دوشنبي په ورځ وروسته له هغه تنده سوه، چي د افغانستان جمهور رييس تيره اونۍ بهرنيان په دې ترون کړل، چي ګواکي د جمهوري رياست په ټاکنو کي لاس وهني وکړي.

په کندهار کي له يو شمېر سيمه ايز قومي مشرانو سره د ليدني کتني څخه وورسته بياهم کرزي خپلي پخوانۍ خپري تکرار کړې او هغه بيرته وانه اخيستي او داسي ښکاره کړه، چي ګواکي د ټاکنو د درغلوي ملامتيا يي مستقيماً د امريکا پر متحده ايالاتو واچوله.

پرون د امريکا د متحده ايالاتو د جمهور رييس وياند، رابرت ګېبس د افغانستان د جمهور رييس دغه ډول يادوني روغونکي ونه بللې او آن دا چي د می د مياتشي په سر کي واشنګټن ته د هغه يو پلان سوی سفر يي تر پوښتني لاندي ونيو.

نن د افغانستان د جمهور رياست مشر وياند، وحيد عمر د رسنيو دا رپوتونه رد کړل، چي د ولسمشر يادونو د افغانستان او لويديځ تر منځ اړيکي اغېزمني کړي دي، خو بيا هم له دې څخه په څرګنده توګه له تبصري ډه ده وکړه، چي ووايي، جمهور رييس د لويديځ پر ضد خپل تورنه بيرته اخيستي دي.

هغه په دې اړه يواځي دومره وويل، چي دواړي خواوو بايد يو له بل سره روغونکي همکاري وکړي. وحيد عمر په کابل کي خبري کنفرانس ته وويل:« د جمهور رييس يادونو له امريکا متحده ايالاتو او نړيوالي ټولني سره د افغانستان ستراتيژيکي اړيکي اغيزمني کړي نه دي».

په يو بله وينا کي، چي کيدای سي د سپټمبر د مياشتي د پارلماني ټاکنو څخه مخکي د درغليو په هکله د لويديځ اندېښنې تر يوې کچه له منځه يوسي،عمر وويل، چي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په مشري کي به بدلون راوستل سي.

هغه وويل، د ټاکنو د کمېسيون د مشر، عزيزالله لودين د رياست موده به تمديد نه کړل سي او د هغه کمېسيون د دارالانشاه رييس ، داؤ د علي نجفي

له خپلي دندي څخه استعفاء وکړه او جمهور رييس د هغه استعفا ومنله.

د جمهوري رياست په ټاکنو کي د ټاکنو خپلواک کمېسيون په دي تورن سو، چي د کرزي په پلوي توب يې کار کړی دی. د کرزي مخالفو کانديدانو د کمېسيون د مشري د ګوښه کولو لپاره غوښتني وکړې، خو جمهور رييس له دې څخه ډه ده وکړه.

د ټاکنو د کمېسيون د مشر ګوښه کول په داسي وخت کي رامنځ ته کيږي، چي د افغانستان د جمهور رييس او د هغه د لويديځو متحدينو ترمنځ ډيپلوماټيکي ستونزي پيدا سوي دي.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل